کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغان سولې په اړه بېلابېل موضوعات خپاره کړي دي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس هیلې زیاتې شوې دي.
په مطلب کې راغلي چې دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مرستیال او د بشري مرستو مشر ټوبای لانزر په جینوا کې خبریالانو ته کړې دي.
د مطلب په دوام راغلي، نوموړي ټینګار کړی چې تر اوږدو کلونو راوروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د سولې لپاره چانس په لاس ورغلی دی.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې لپاره ټولې نړیوالې هڅې سره همغږې شي او اړوندې خواوې یوې پرېکړې ته ورسېږي.
ورځپانه زیاتوي، دی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلی ځلې پیل کړي او تر اوسه یې دوه ځلې له طالب استازو او د افغان حکومت له مشرانو سره لیدلي او افغان حکومت هم د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر د دفتر د رئیس سلام رحیمي په مشرۍ یو ۱۱ کسیز پلاوی ټاکلی دی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې په مشورتي بورډ کې د اغېزناکو څېرو نشتون د سولې روانې هڅې ناکاموي.
ویسا دغه خبره د سیاسي چارو د یو شمېر افغان کارپوهانو او وکیلانو په حواله لیکلې او ویلي یې دي چې د ولسمشر د دفتر د رئیس په مشرۍ د سولې د مشورتي بورډ په ۱۱ کسیز پلاوي کې اغېزناکې څېرې نشته او دغه کسان نشي، کولای چې د سولې روانې هڅې چټکې او بریالۍ کړي.
ویسا د یادو سرچینېو په حواله دا هم لیکلي چې دا پلاوی طالبانو ته هم د منلو نه دی او ورته په کتو داسې ښکاري چې د سولې د روانو هڅو د بریا لپاره اقدامات نه تر سره کېږي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې یوې مقاله کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هیله مند دی چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو دمخه له طالبانو سره د سولې په برخه کې یوه هوکړه وشي.
په مقاله کې وړاندې راغلي چې زلمي خلیلزاد په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې په محتاطانه ډول طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبین دی.
د مقالې لیکوال لیکي، خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې زمینه برابره شوې او طالبان هم په دې پوهېدلي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدای، نو ځکه باید هم طالبان او هم افغان حکومت ځان د سولې د جدي خبرو لپاره چمتو کړي.