د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۰

د سولې د روانو هڅو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو بحثونه او اندونه!


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب بیا هم د سولې په تړاو روانو بحثونو او وروستیو پرمختګونو ته ځانګړي شوي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو ۱۱ کسیز پلاوی ټاکلی دی چې نوملړ او انځورونه یې د ورځپاڼې په لومړي مخ کې خپاره شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، دا لېست داسې مهال خپور شوی دی چې امریکایانو چې اوس مهال له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دي، له حکومته غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره دې یو پراخ پلاوی چې پکې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او حکومت استازي شامل وي، ترتیب کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا، د حکومت له خوا په اعلان شوي لېست کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازي نشته.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې هم په همدې مسئلې بحث کړی او لیکلي یې دي چې حکومت دا حق نه لري چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د پلاوي ټول غړي په خپله خوښه د حکومت له کارکوونکو څخه انتخاب کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د ټاکل شوي پلاوي په څرنګوالي بحث کړی او په دې ترڅ کې یې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي چې دغه پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په دغه پلاوي کې چې د ولسمشر د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ جوړ شوی، درې ښځې هم موجودې دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له جمهوري ریاسته ځینو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د اوس لپاره دوی دا غوره بولي چې په دې اړه کومه اعلامیه خپره نشي او رسمي دریځ څرګند نشي، تر هغو چې ولسمشر خپله په دې اړه وینا وکړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې د دغه پلاوي په وسیله د سولې راوستل هسې یو خوب او خیال دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې په ټینګار سره ویلي دي چې ولسمشر او هر افغان د سر په بیه سوله غواړي چې د دوی دا هلې ځلې نړیوال ملاتړ هم لري.

ورځپاڼه لیکي چې د سولې خبرې روانې دي او ټاکل شوې ده چې افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له راتګ سره چې ده ورته په خپلو وروستیو خبرو کې اشاره کړې، د سولې خبرې لا ګړندۍ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې په برخه کې دغو پرمختګونو ته په اشارې، دښمن خپلو ناروا اعمالو ته زور ورکړی او هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره پورته شوی غږ ټیټ کړي چې د ورځپاڼې په وینا، نه یې شي کولای.

ورځپاڼې دښمن ته د پاکستان، ایران او روسیې په وجود کې کتلي چې طالبانو ته وسلې او نورې پوځي مرستې ورکوي.

خو ورځپاڼې د خپلې سرلیکنې په پای کې پر طالبانو غږ کړې چې د دښمن خبرو ته غوږ و نه نیسي او پر ځای یې د سولې او ثبات لپاره عملاً کار وکړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره قوي خبرې روانې دي، خو اکثره خلک پرې خبر نه دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر په فلوریډا ایالت کې په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد یې اوس مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره په قوي خبرو بوخت دی، خو دی نه پوهېږي چې دا مذاکرات به بریالي وي او که نه.

ورځپاڼې د خپل مطلب په دوام لیکلي دي چې ښایي د ټرمپ اشاره د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې وروستۍ کتنې ته وي چې خلیلزاد هیله بښونکې بللې ده.

XS
SM
MD
LG