د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

ټرمپ ته د جنرال باجوه غبرګون: د پاکستان عزت تر هر څه لومړی او معتبر دی


د پاکستان د صدراعظم او بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه تر غبرګون وروسته، د پاکستان د پوځ مشر هم د امریکايي ولسمشر پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر «ISPR» د سې شنبې په ورځ په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په حواله ویلي چې هېواد یې د ترهګرۍ په ضد کامیابه جګړه کړې او د سیمې په امنیت کې یې هم برخه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ په خپلې یوې مرکه او بیا وروسته د ټویټر له لارې پر پاکستان تور ولګاوه چې د امریکا میلیاردونه ډالرو مرستې سره سره‌یې د متحده ایالاتو لپاره هېڅ نه‌دي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

نوموړي همدا شان په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو ته په اشاره ویلي و چې ټول پاکستان له دې خبر و، خو امریکا ته‌یې څه نه‌ویل.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي:

"نور موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر نه‌ورکوو، ځکه دوی زموږ پیسې اخلي او زموږ لپاره هېڅ نه‌کوي. بن لادن‌یې ښکاره بېلګه ده، افغانستان‌یې هم بل مثال دی، پاکستان یو له هغو څو هېوادونو دی چې له متحده ایالاتو پیسې اخلي او په بدل کې یې هېڅ نه‌کوي."

د پاکستاني پوځ مشر د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره تر بل هېواده ډېر څه کړي دي او په خبره‌یې چې موږ په‌دې لړ کې ستره اقتصادي، سیاسي، ټولنیزه او نظامي بیه پرې کړې چې نړۍ یې باید ومني.

نوموړي همدا شان ټینګار کړی:

"موږ به د افغانستان د سولې لپاره همکاري روانه ساتو، خو د پاکستان عزت او امنیت تر هر څه لومړی او معتبر دی."

د پاکستان د پوځ مشر تر هغې وروسته د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه کلک غبرګون ښودلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته ورغوښتی و، د ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه‌یې ورته احتجاج کړی و او دا ډول څرګندونې یې نه‌منونکې بللې وې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا د دوشنبې په ورځ دا تورونه رد کړي وو او دا یې له حقیقته لیرې بللي وو.

ښاغلي خان پر خپلې ټویټرپاڼې د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې امریکا تورنه کړه چې د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ مسؤلیت دې پر پاکستان نه‌اچوي.

XS
SM
MD
LG