د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت چارواکي دغه وزارت ته احضار کړي او پر پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو تورونو له املهیې ورته سخت احتجاج کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سې شنبې په ورځیې په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «ناظمالامور» پال جونز دغه وزارت ته ورغوښتی او د پاکستان په اړهیې د امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستي تورونه بېبنیاده بللي او پهدې اړهیې ورته احتجاج کړی دی.
بیان کاږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرترې تهمینه جنجوعه پال جونز ته د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر په وروستیو څرګندونو خواشینې ښودلې او دا ډول بیانونهیې "نهمنونکي" بللي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ په خپلې یوې مرکه کې او بیا وروسته د ټویټر له لارې پر پاکستان تور ولګاوه چې د امریکا میلیاردونو ډالرو مرستې سره سرهیې د متحده ایالاتو لپاره هېڅ نهدي کړي.
نوموړي همدا شان په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو لهخوا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو ته په اشاره ویلي و:
"نور موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر نهورکوو، ځکه دوی زموږ پیسې اخلي او زموږ لپاره هېڅ نهکوي. بن لادنیې ښکاره بېلګه ده، افغانستانیې هم بل مثال دی، پاکستان یو له هغو څو هېوادونو دی چې له متحده ایالاتو پیسې اخلي او په بدل کې یې هېڅ نهکوي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تور رد کړی.
د دغه وزارت خبرپاڼه پهدې اړه لیکلي:
"د بهرنیو چارو د وزارت سکرترې تهمینه جنجوعه د امریکا د سفارت ناظم الامور «شارژدافیر» ته ور یاد کړي چې د اسامه بن لادن په اړه معلومات د پاکستان د استخباراتي مرستې پر مټ ترلاسه شوي وو. امریکا باید هېر نهکړي چې د القاعده شبکې ګڼ شمېر جګپوړي مشران د پاکستان په فعالې همکارۍ مړه او یا نیول شوي دي."
نوموړې همدا شان پال جونز ته د ترورېزم پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو یادونه هم کړې ده او ټینګار یې کړی چې بل هېڅ هېواد هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان هومره بیه نهده پرې کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر هغې وروسته په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت ناظمالامور «شارژدافیر» دغه وزارت ته ورغوښتی او د ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړهیې ورته احتجاج کړی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم تېره ورځ د امریکايي ولسمشر تورونه رد کړي وو او دا یې له حقیقته لیرې بللي وو.
ښاغلي خان په خپل ټویټرپاڼه کې د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې امریکا تورنه کړه چې د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ مسؤلیت دې پر پاکستان نهاچوي.
د پاکستان صدراعظم همدا شان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې پاکستان ته د اوښتو زیانونو په اړه وویل چې هېواد یې پهدغه جګړه کې ۷۵ زره تلفات ورکړي او له اقتصادي پلوه هم څه باندې ۱۲۳ میلیارده ډالره زیان ورسېدلی، خو امریکا یوازې ۲۰ میلیارده ډالره ورکړي دي.
عمران خان وویل:
"ایا ټرمپ کولای شي چې د بل داسې یوه متحد نوم واخلي چې دومره قرباني یې ورکړې وي؟"