د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د شکایتونو کمېسیون: ممکن د رأیو یو شمېر نور مرکزونه او محلونه هم باطل شي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، ممکن د رأیو یو شمېر نور مرکزونه او محلونه هم باطل اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په ولایتونو کې د شکایتونو په اړه د ولایتي دفترونو پرېکړې ابتدايي دي او د نهايي پرېکړو په پایله کې ممکن د رأیو یو شمېر نور مرکزونه او محلونه هم باطل اعلان شي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، د کابل ولایت د رأیو له بیا شمېرلو وروسته به کمېسیون په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

دی وایي:

"ټولې قضایاوې چې موږ ثبت کړي، تر اوسه مو بشپړې نه‌دي څېړلي، بل دا چې د کابل ولایت د رأیو شمېرل تازه پيل شوي، احتمال شته چې له دې زیات مرکزونه او محلونه باطل اعلان شي."

ښاغلی روحاني زیاتوي چې په مرکز او ولایتونو کې له دوی سره نږدې ۱۲۰۰۰ زره شکایتونه ثبت شوي چې تر اوسه د ۱۰۵۶۴ قضیو په اړه تصمیم نیول شوی.

علي رضا روحاني وايي، ۱۱۹ قضیې چې جرمي بڼې یې درلودې، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي او همدا شان ۱۷۴ محلونه چې په اړه‌یې شکایتونه موجود وو، باطل اعلان شوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د دوی او د ولایتونو ۱۴ انتخاباتي کارکوونکو چې په درغلیو او جرایمو کې یې لاس درلود، له دندو لیرې شوي او نغدي جریمه شوي هم دي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې د رأیو بیا څېړل که له قانون او طرزالعملونو او همدا شان له معیارونو سره سم نه‌وي، د کمېسیون له نظره به غیر معتبر وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا مهال د پنجشیر او کابل ولایتونو د رأیو بشپړ شمېر او په شااوخوا ۱۱ نورو ولایتونو کې د یو شمېر مرکزونو رأیې بیا شمېري.

د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې، ۲۹مې او همدا شان د عقرب د پنځمې په انتخاباتو کې خلکو له غزني ولایت پرته، په څه باندې ۲۱ زره مرکزونو کې رأیه ورکړې چې د یو شمېر مرکزونو په اړه شکایتونه موجود وو.

که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس د انتخاباتو د شفافیت لپاره د ځینو شکمنو محلونو د رأیو باطلول ښه اقدام بولي، خو په دې برخه کې پر جدي دقت ټینګار کوي.

یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د شکایتونو کمېسیون باید د کاندیدانو له لوري ثبت شوي شکایتونه په غور سره وڅېړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وایي:

"د شکایتونو له کمېسیونه مو غوښتنه ده چې په دې بحث کې جدي اوسي، هغه معلومات چې د کاندیدانو له لوري له دوی سره مطرح کېږي، باید جدي وڅېړل شي."

که څه هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په دې اړه ډاډ ورکوي او وايي چې که د دوی په څېړنو کې کومه درغلي معلومه شوه، نو په اړه به‌یې تصمیم نیول کېږي او که جرم وي، عدلي او قضايي بنسټونو ته fi معرفي کېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG