د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره قطر ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سفر او وروستیو څرګندونو تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هماهنګې هڅې د سولې پروسه اسانه کوي تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې په وروستیو میاشتو کې تر بل هر وخت د افغان سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د مسکو په ناسته کې د طالب استازو ګډون، سیمې ته د امریکا د باصلاحیته استازي په توګه د زلمي خلیلزاد دوه ځله راتګ او له افغان چارواکو او طالب استازو سره ليدنه هغه شنه څراغونه دي چې د افغان سولې لپارهيې هیلې زیاتې کړې دي.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې که د افغان سولې لپاره هلې ځلې همداسې دوام ولري او د سیمې هېوادونه د جګړې د ګرمېدو پر ځای یوځای د سولې لپاره کار وکړي نو ډېر ژر به افغانان دغه هیلې ته ورسېږي.
خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې که نړیوال پهدې برخه کې یوې اجماع ته ونهرسېږي، نو په افغانستان کې د سولې راتلل ناممکن دي.
د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې چې که د نړۍ ستر هېوادونه د افغانستان په برخه کې رښتیني واوسي، نو باید د سولې هلې ځلې په خپلو کې همغږې کړي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور په افغانستان کې د ثبات راتلل د هېڅ هېواد په زیان نهدی، بلکې یو باثباته افغانستان د روسیې او امریکا په ګډون د ټولو ګاونډيو هېوادونو په ګټه دی.
- ملي ارمان
ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې هم په لومړۍ پاڼه کې د افغانستان د سولې او د زلمي خلیلزاد د وروستیو لیدو کتو په اړه په غټو ټکو یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه د هغو معلوماتو له مخې چې په وینا يې د طالب ځينو سرچینو لهخوا رسنیو ته راوتلي دي لیکي:
امریکا او طالبان د سولې په اړه ځینو موافقو ته رسېدلي دي چې تر شپږو میاشتو باید وروستۍ شي.
وړاندې په مطلب کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوهم سفر پر مهال په قطر کې له مهمو طالب چارواکو سره لیدلي او د دواړو لورو ترمنځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د طالب زندانیانو خوشې کولو او له تور لېستهيې په نومونو ایستلو خبرې اترې شوې دي.
ورځپاڼه لیکي:
ښاغلي خلیلزاد او د طالبانو استازو د خبرو نتیجو ته هم خوشبیني ښودلې ده.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو مطلب کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله لیکلي دي؛ هیله ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې له طالبانو سره موافقې ته ورسېږي.
په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د انتخاباتو او سولې دواړو لپاره تیاری ونیسي او متحده ایالات له دواړو پروسو ملاتړ کوي.
د مطلب لیکوال د یوې باوري سرچیني له قوله لیکي چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کې په وروستۍ لیدنه کې طالب استازو د خپلو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې وروسته به اوربند اعلان کړي او پهدې شکل به په افغانستان کې د احتمالي موقت حکومت د مشر په ټاکلو سلا مشورې کېږي.