د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

په خېبرپښتونخوا کې ګوندونو د طاهرخان داوړ د وژنې پرخلاف مظاهرې پیل کړي


په خېبر پښتونخوا ایالت کې د ملتپاله سیاسي ګوندونو د پېښور ښار او د دې ایالت په نورو سیمو کې د پولیس افسر طاهرخان داوړ د وژنې پر خلاف احتجاجونه پیل کړي دي.

د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوند د شنبې په ورځ د همدغو احتجاجونه په لړ کې د پېښور پریس کلب مخې ته د طاهر خان داوړ د وژنې پرخلاف احتجاج وکړ.

په دغه احتجاج کې د عوامي نېشنل ګوند پرځینو جګپوړو چارواکو سربېره د پېښور ښار او قبایلي سیمو لسګونو کسانو برخه اخېستې وه او غوښتنه یې کوله چې د وژل شوي پولیس افسر طاهرخان داوړ د مړینې هر اړخېزه پلټنه دې وشي.

په خېبرپښتونخوا صوبايي اسامبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسین بابک دغې احتجاجي مظاهرې ته د وینا پر مهال د پاکستان پر سترې محکمې نیوکه وکړه او ویې ویل چې سترې محکمې باید د دغه پېښې خبر اخېستی وی.

نوموړي همداشان د نیوکې په توګه وویل، پښتانه له اسلام اباده پوښتنه کوي چې د اسلام اباد په څېر له خوندي ښاره یو جګپوړی پولیس افسر څنګه وتښتول شو او بیا وروسته افغانستان ته ولېږدول شو؟

د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسین بابک
د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسین بابک

نوموړي وویل:

"پښتانه له اسلام اباده سوال کوي چې ایا دا اسلام اباد دومره غېر محفوطه دی او یا چې بل اړخ ته موږ وګورو دا اسلام اباد د هغو اغوا کارو یا هغو قاتلانو ملګری دی، دا ځواب به پښتنو له خامخا ورکوي."

له بلې‌خوا بیا د همدغه عوامي نېشنل ګوند مرکزي سکرتر میا افتخار حسین وویل چې د طاهر خان داوړ د مړینې پلټنې باید د ملګرو ملتونو له لارې ترسره شي.

میا افتخار حسین وویل:

"د طاهر زوی وايي چې دا دې انټرنېشنل سطح تحقیقات شي، د اقوام متحده اداره دې وکړي. دې کې لوی وزن دی. کله چې په اسلام‌اباد او افغانستان کې یوه واقع کېږي، نو دوه ملکه شول، نو چې دوه ملکه شول نو چې تحقیقات یو ملک کوي، د بل به پرې شک وي."

میا افتخار حسین
میا افتخار حسین

د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور د کلیوالي سیمو پولیس مشر طاهر خان داوړ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد له جي.۱۰ نومې سیمې نادرکه شو چې بیا وروسته یې مړی له ډیورنډ کرښې اخوا د افغانستان د ننګرهار ولایت په دور بابا سیمه کې وموندل شو او مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه.

د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدي د تیرې پنجشنبې په ورځ د دې هېواد مشرانو جرګې ته د وینا پرمهال ادعا وکړه چې طاهر داوړ له اسلام اباده تر تښتولو وروسته د پنجاب میانوالۍ سیمې ته وړل شوی او له هغه ځایه بیا د بنو له لارې افغانستان ته وړل شوی دی.

د طاهر خان داوړ مړی د تېرې جمعې په شپه ناوخته د پېښور په حیات اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو چې پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین په ګډون په کې لسګونو کسانو برخه اخېستې وه.

د یادونې وړ ده چې پر عوامي نېشنل ګوند سربېره د افتاب احمد خان شېرپاو په مشرۍ قومي وطن ګوند هم نن یکشنبه د خېبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د طاهر خان داوړ د وژنې پرخلاف د احتجاجي مظاهرو کولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG