د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

د طاهر خان داوړ مړی پاکستان ته وسپارل شو


د پاکستاني پولیسو د افسر طاهر خان داوړ مړی پرون د ډیورند کرښې بلې خوا ته قومي مشرانو او چارواکو ته وسپارل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون تأیید کړه چې د پاکستاني پولیسو د جګپوړي چارواکي طاهرخان داوړ مړی د یوه پلاوي له خوا رسماً پاکستان ته ورسېد.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي، داوړ په پاکستان کې وژل شوی دی او مړی یې ډیورند کرښې ته څېرمه اچول شوی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه یادونه کوي چې نوموړی دوه ورځې مخکې په افغانستان کې وژل شوی دی.

طاهرخان داوړ
طاهرخان داوړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان د داوړ وژنه غندلې او په دې اړه یې د تحقیقاتو امر کړی، خو د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له پلازمېنې اسلام اباده د داوړ تښتول او ورپسې د افغان چارواکو چلند داسې پوښتنې رابرسېره کوي چې په دې وژنه کې له یوې ترورېستي ډلې ورهاخوا، په افغانستان کې د ځینو کړیو لاس لرل ښيي.

په بیان کې ټینګار شوی چې افغان ځواکونه دې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم په غځولو او نورو امنیتي چارو کې همکاري وکړي، څو د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد د اقداماتو مخه ونیول شي.

خو افغان چارواکي د دې ترڅنګ چې د داوړ پر وژنه خواشیني څرګندوي، وايي چې نوموړی د پاکستان په خاوره کې وژل شوی او مړی یې د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ ته لېږدول شوی.

د ننګرهار والي حیات الله حیات ازادي راډیو ته وویل چې د داوړ مړی ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان د پوځي پوستې په نېږدې سل مترۍ کې موندل شوی.

ښاغلي حیات ټینګار وکړ چې داوړ په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

ده وویل:

"موږ دا وژنه په کلکه ټکو غندو او ډاډ ورکوو چې د افغانستان په قلمرو کې په دې ډول مرموزو وژنو کې نه د افغانستان ولسونه لاس لري او نه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت."

پرون په داسې حال کې چې د داوړ مړی پاکستان ته ورسېد، د دې هېواد په ډېرو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځوان رهبر منظور پشتین پلویانو د مظاهرو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د داوړ په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ.

ځیني پښتانه فعالان وايي، داوړ ځکه ووژل شو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له پلویانو و.

یوه سیاسي فعال شوکت خان فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل، څنګه امکان لري چې د پولیسو یو جګپوړی افسر له پلازمېنې اسلام اباده وتښتول شي او آن تر افغانستانه پورې ولېږدول شي.

د ننګرهار والي ښاغلي حیات پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي، وویل چې پښتانه پوهېږي چې اس پي داوړ چا وژلی؟

حيات الله حيات
حيات الله حيات

ده زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړي ډول، د ننګرهار ولسونه په دې مړینه ډېر خواشیني دي، ځکه کار بل چا کړی دی او متاسفانه مړی یې زموږ په سیمه کې اچولی دی، فکر کوم چې په دې هم افغانان او هم د پښتونخوا د سیمې خلک پوهېږي چې داوړ د څه شي قرباني شو او چا له منځه یووړ."

ښاغلي حیات وویل، په دې اړه څېړنې پیل شوي چې د داوړ مړی چا او څنګه د مومندرې تر ولسوالۍ پورې رسولی دی.

د یادونې وړ ده چې د طاهرخان داوړ د مړینې مسؤلیت ظاهراً داعش ډلې په هغه لیک کې منلی چې د نوموړي له مړي سره یوځای موندل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د چارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د داوړ له مړي سره موندل شوی لیک په پښتو ژبه خو په اردو رسم الخط لیکل شوی دی.

پشتین د داوړ وژنې ته د اشارې په ترڅ کې د پښتنو د خوندیتوب غوښتنه وکړه او پر خلکو یې غږ وکړ چې د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره مظاهرو ته راووځي.

XS
SM
MD
LG