په هلمند ولایت کې د کرنیزو او لاسي توکو ننداتورن جوړ شو.
د دغه نندارتون ګډونوالو په یوه خوله له حکومته د زراعتي او نورو محصولاتو او لاسي توکو ته د بازار موندنې غوښتنه وکړه.
د هلمند چارواکو هم د کروندګرو کرنیزو محصولاتو ته د سړو خونو د جوړونې ژمنه ورکړه.
په هلمند کې د تېرې یوې لسیزې ناامنیو له امله ډېری برخې په خاص ډول کرنه سخته زیانمنه شوې ده.
که څه هم د کرنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې لهخوا په میلیونونه ډالره مالي مرستې شوې دي، خو حکومت د کروندګرو سره یوځای حداقل په یوه داسې بدیل نهدی توانېدلی چې له املهيې کوکنار ورک شي او د دې ولایت کروندګر نورو مېوو او دانو ته مخه کړي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي دغه نندارتون ته ورغلی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: