د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

د بشري حقونو کمېسیون ته د کمېشنرانو د غوراوي پر بهیر نیوکې!


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته د کمېشنرانو د غوراوي بهیر د کاندیدانو او د مدني ټولنو د ځينو غړو له سختو انتقادونو سره مخ دی.

وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د تشکیلاتي اصلاحاتو پرېکړه وکړه، د دغه بهیر د بشپړېدو لپاره جدي هڅې روانې دي.

خو د چارو د پرمختګ تر څنګ، د دغه بهیر په وړاندې په ځانګړي ډول د مدني ټولنو له یو شمېر استازو د جوړې شوې غوراوي کمېټې د کړنو او نه‌خپلواکۍ په اړه هم تند انتقادونه موجود دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اوسني کميشنر او کاندید عبدالرحمان هوتک نن دوشنبه "د ۱۳۹۷ کال د لړم په ۲۱ مه" ازادي راډيو ته وویل، د غوراوي کمېټه د کمېسیون د ریاست له‌خوا رامنځته شوې او هغه څه کوي چې د کمېسیون اوسنۍ رهبري يې غواړي.

عبدالرحمان هوتک

دی وایي:

"دا ګډه کاري ډله او کمېټه دوه کاله وړاندې په خپله د کمېسیون د ریاست له‌خوا رامنځته شوې وه او هڅه دا شوې چې داسې کسان په دې بهیر کې وي چې هغه په خپله د کمېسیون تر اغېر لاندې وي او د دوی په لاس جوړ شوی وي، دا د ۸۱ کسانو لېست هم ډېر خراب جوړ شوی دی."

د قانون له مخې، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو د غوراوي پروسه باید په هرو ۵ کلونو کې ترسره شي، خو په تېر کې دا کار په خپل وخت نه‌دی شوی او د یاد کمېسیون اوسنۍ رئیسه هم له تېرو ۱۵ کلونو په خپل ځای پاتې ده.

د یادونې ده چې یو شمېر مدني بنسټونو له استازو د جوړې شوې غوراوي کمېټې له‌خوا د کمېسیون د نوې رهبرۍ او کمېشنرانو د انتخاب لپاره له ۳۸۰ کاندیدانو ازموینې اخيستل شوي او له دوو ازموینو وروسته ۸۱ کسان مختلط کمېسیون ته ورمعرفي شوي دي.

مختلط کمېسیون چې په تشکیل کې يې ځيني وزیران او د عدلي او قضايي بنسټونو مشران شامل دي، د دغو کسانو له ډلې ۲۵ کاندیدان ولسمشر غني ته د کمېشنرانو د انتخاب په خاطر ور په ګوته کوي چې ولسمشر به بیا له دې ډلې نهه تنه د کمېشنرانو په توګه ټاکي چې د کمېسیون رئیس هم بیا له همدغو کسانو ټاکل کېږي.

په ورته وخت کې د ځوانانو د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر عبدالودود افغان وايي، د غوراوي کمېټه باید د مدني ټولنو له‌خوا رامنځته شي، خو اصلاً په دې برخه کې له دوی سره مشوره نه‌ده شوې.

دی زیاتوي:

"د غوراوي کمېټه چې جوړېدله، د ټول افغانستان په کچه باید د مدني ټولنو سره مشوره شوې وی، انتخابات خو پرېږده، حتی مشوره نه‌ده شوې او کله چې مشوره نه‌وي، نو انتخابات به بیا څنګه وي، نو چې جوړښت مشروع نه‌دی، نو نتیجې به‌یې طبعاً د پوښتنې وړ وي."

په ورته وخت کې د غوراوي کمېټې یوه غړې نویده کاکړ پر دې خبرې له ټینګار سره چې دوی شفافیت ته ژمن دي، د یو شمېر نورو نیوکو په منلو سره وايي:

"ځينې ستونزې وې، زه په جریان کې یم او غواړم چې دا ستونزې حل شي، زموږ په کمېټه کې د هزاره وروڼو نفوس زیات وو، دوی څلور او موږ دوه کسان وو، نو زه په دې اړه ناراضه یم، هغه کار چې دوی کولای شو، موږ نه‌شو کولای او دوی به بعضې کسانو ته له وړتیا سره ټیټې نمرې ورکولې."

اغلې کاکړ دا هم وايي چې د کمېسیون اوسنۍ مشره سیما سمر بیا کاندیده ده او د خپل شهرت او نفوس څخه په استفادې، لیرې نه‌ده چې نوموړې له دې بهیره بریالۍ راووځي.

سیما سمر

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، له حقوقي اړخه د اغلې سمر بیا کاندیدېدل څه ستونزه نه‌لري، خو په اخلاقي لحاظ ډېره ستره ستونزه ده.

نوموړی وايي، د اغلې سمر کاري دوره ناکامه وه او باید ځوانې رهبرۍ ته د کار کولو فرصت ورکړل شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د اغلې سمر نظر هم راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG