د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۹

ملي ارمان: امریکا دې روسیه نوره د سولې په خبرو کې راننوتو ته پرې نږدي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په ځانګړي ډول، د مسکو د ناستې په اړه لیکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د مسکو ناسته ناکامه وه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دغه ناسته چې روسیې یې د جوړولو لپاره له ډېر وخت راهیسې کار کولو، بې نتیجې پای ته ورسېده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس نو امریکا ته پکار ده چې په دې برخه کې لاس پکار شي او پرې نږدي چې روسیه تر دې زیات د افغانستان د سولې په خبرو کې راننوځي.

ځکه په خبره یې، روسیه د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو په بربادۍ کې ښکېله ده او مونږ باید دا مسئله هېره نه کړو.

د لیکنې په دوام راغلي، مونږ باور لرو چې امریکا د زلمي خلیلزاد له پروګرامه ملاتړ کوي او هغه پیاوړی کولای شي.

دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی او مونږ هیله مند یوو چې دا هڅې د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د مسکو له غونډې د افغانستان حکومت ناراضه ښکاري او فکر کوي چې له دې غونډې وسله والو طالبانو ګټه پورته کړې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د مسکو په ناسته کې د وسله والو طالبانو ګډون او د حکومت نه ګډون رښتیا هم حکومت کمرنګه کړی او دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان په یوې داسې غونډه کې راڅرګندېږي او خپل دریځ پیاوړی کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، حکومت چې په هر دلیل په دې غونډه کې ګډون ونه کړ، خو تاوان یې وکړ او په کور دننه او نړیواله کچه د پړې ګوته ورته نیول کېږي.

ورځپاڼه لیکي، افغان حکومت او طالبانو دواړو ته پکار ده چې له ځان غوښتنې تېر شي، د سولې په برخه کې انعطاف وښيي، قرباني ورکړي او د روانې جګړې په ختمولو کې له یو بل سره سیالي وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان حکومت او د کلونو کلونو جګړه ځپلي او د سولې ارمانجن خلک د سولې لپاره د هرې غونډې او هڅې ننګه او ملاتړ کوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، په دې شرط چې د کاسې لاندې نیم کاسه نه وي او دا غونډې د تاریخي دښمنانو د غوښتنو ښکار نه شي.

د لیکنې په دوام راغلي، زمونږ له انده د سولې هڅې هله بریالۍ کېدای شي چې په افغان کشاله کې ټول ښکېل هېوادونه او لوري یې له ځانه پیل کړي او د جګړې له دوامه لاس په سر شي.

ورځپاڼه لیکلي، هېڅ څوک د افغانانو ملي هوډ نه شي زیانمنولای، د سولې لپاره به له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي او بالاخره به افغانان ترې برخمن شي.

XS
SM
MD
LG