د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه به سبا شنبه اعلان شي


د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه کیدای شي، سبا د شنبې په ورځ اعلان شي.

دا کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې د اعلانولو په اړه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونه نظریات او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي او کیدای شي سبا د شنبې په ورځ اعلان شي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نېټې اړوند مسوده وروستۍ شوې او هېڅ ستونزه په کې نه‌ده پاتې.

​ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"له نېکه مرغه ډېری بنسټونو او جریانونو په‌دې اړه خپل نظریات شریک کړي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د مهالویش مسوده هم وروستۍ شوې ده. ډېر ژر احتمال لري چې سبا اعلان او په اساس یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو کارونه عملي شي."

ښاغلي ابراهیمي وویل، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره به د کاندیدانو د نومونو د ثبتول لړۍ د قوس په ۲۴ مه پیل او د جدي تر لومړی به ادامه وکړي.

ده دا هم وویل، د دغو انتخاباتو لپاره ټولې تخنیکي تیاریانې نیول شوي چې دغه انتخابات په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي.

پخوا تر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د راتلونکي لمریز کال د حمل ۳۱ مه اعلان کړې وه.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ۲۰۱۴ میلادي کال پر انتخاباتو د درغلیو ډېری تورونه ولګول شول او نه یوازې انتخابات یې جنجالي کړل بلکې نتیجه یې هم په ټاکلي وخت اعلان نه‌شوه.

د دغو جنجالونو په لړ کې د جمهوري ریاست دوه کاندان محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب د ملي یووالي د حکومت په جوړېدو هوکړه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، دغه کمېسیون باید د جمهوري ریاست انتخابات په بشپړې اماده‌ګۍ سره ترسره کړي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو په څېر له ستونزو سره مخ نه‌شي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په‌دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"شاید مهال ویش اعلان شي، خو موږ د انتخاباتو د ترسره کېدو په تاریخ زیات ډاډمن نه یو، دغه پراګنده ګي، د ځینو رأیو بیا شمېرل او د پاکو او ناپاکو رأیو بېلول به لامل شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست انتخابات وځنډوي."

ښاغلی رشید وايي، د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د خلکو باور زیانمن شوی و او د انتخاباتو کمېسیون دې د یو لړ بدلونونو په راوستلو سره هڅه وکړي چې د جمهوري ریاست دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG