د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې د نهګډون په اړه د افغان حکومت پر پرېکړې بحثونه کړي دي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې افغان حکومت نه، بلکې د سولې عالي شورا یو پلاوی ګډون کوي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د مسکو د غونډې په اړه د اجرائیه ریاست نظر بیا توپیر لري او دا ځکه چې د اجرائیه ریاست ویاند هیله څرګندوي چې د مسکو غونډه به له ښو لاسته راوړنو سره مل وي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي چې د سولې عالي شورا به په لویه کې د افغان دولت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې تر څنګ چې د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت ګډون ردوي، وايي چې د سولې عالي شورا د یو خپلواک بنسټ په توګه پرېکړه کړې چې په غونډه کې ګډون وکړي.
خو ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري په حواله لیکلي دي چې د سولې د عالي شورا پلاوی به د افغان حکومت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.
ورځپاڼه لیکي:
د سولې عالي شورا به یو څلور کسیز او یا هم شپږ کسیز پلاوی د مسکو غونډې ته واستوي او د پلاوي غړي به نن اعلان شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د مسکو په غونډه کې د نهګډون په اړه د افغان حکومت پر پرېکړې د خپل بحث په دوام لیکلي دي چې دا هغه پرېکړه ده چې هېڅ یو خپلواک او فعال حکومت بهیې ونهکړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت نهګډون تر یوه بریده د امریکا له دریځه هم سرچینه اخلي او دا پهدې معنی چې امریکایان نهغواړي په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د روسیې په نوښت جوړېږي.
ورځپاڼه لیکي چې د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې په اوس ورځو کې امریکا هم د سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي او د دغه بهیر د پر مخ بیولو لهپاره یې زلمی خلیلزاد ګمارلی دی.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت د استازو نهموجودیت د ناکامه ډیپلوماسۍ زېږنده بللې چې نهشي کولای له دا ډول موقعو نه ګټه پورته کړي.
ورځپاڼې په پای کې حکومت ته سپارښتنه کړې چې لا ناوخته شوې نهده او افغان حکومت کولای شي پهدې غونډه کې په ګډون سره د سېمې په هېوادونو کې خپل ځای برجسته کړي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د سولې عالي شورا په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې د ګډون لهپاره چې د جمعې په ورځ جوړېږي یو څلور کسیزه پلاوی استوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې حکومت لا پرېکړه نهده کړې چې د مسکو غونډې ته پلاوی واستوي او کهنه؟
د ورځپاڼې په وینا طالبانو چې مخکې یې ویلي وو د دوی د قطر دفتر استازي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي، همدا پرونیې ویلي دي چې لا یې پرېکړه نهده کړې چې د مسکو غونډې ته پلاوی واستوي او که نه؟
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د افغان سولې په تړاو د یو پخواني امریکایی ډیپلومات څرګندونې راخیستي او لیکلي یې دي چې د افغانستان سوله د سیمې د ثبات ضمانت کوي، خو دغه هدف ته د رسېدو لهپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.
ورځپاڼه لیکي چې برناټ روبین وایي چې امریکا د روسیې، چین او ایران له مشارکت پرته په افغانستان کې سوله نهشي راوستلی او د ترورېزم په خلاف روانه جګړه نهشي ګټلی.
ورځپاڼې د دغه امریکایي ډپیلومات په حواله لیکلي دي چې د امریکا په نوې ستراتېژي کې یوازې پاکستان او هند شامل کړای شوي دي، حال دا چې روسیه، چین او ایران پهکې نادیده نیول شوي دي.
ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي چې برناټ روبین دا هم ویلي چې امریکا به له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ډېر ژر پهدې پوه شي چې د سېمې د همکارۍ پرته سوله نهشي راوستلی او دا ځکه چې طالبان پهدې برخه کې یوازې پرېکړه نهشي کولای.