د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

پاکستاني او چینايي چارواکو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی


پاکستان او چین د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان دا مهال د یوه پلاوي په ملتیا د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مساېلو د خبرو لپاره د چین په ۴ ورځني سفر دی.

عمران خان چین ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له ولسمشر شي. جین. پینګ، صدراعظم او نورو چارواکو سره کتلي او پر دوه اړخېزو اقتصادي، سیاسي مساېلو سربېره یې ورسره د سیمې، په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صدراعظم عمران خان او د چین د ولسمشر ترمنځ تر لیدنې وروسته په خپرې کړې ګډې اعلامیې کې ویلي:

"د پاکستان او چین مشران د پاکستان او چین ترمنځ پر دفاعي، امنیتي، سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، پاک ـ چین اقتصادي دهلېز،د ترهګرۍ په مخنیوي، د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو او کلتوري نښلونې او د دغو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو غږیدلي دي."

اعلامیه کاږي چې د پاکستان او چین مشران پر دغو دوه اړخېزو اړیکو سربېره د سیمې، منځني ختیځ او نړېوالو مسایلو هم خبرې کړي او په سیمه کې یې سوله او ثبات د ټولو په ګټه بللی دی.

د چین او پاکستان مشران د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پیاوړي کولو سلا شوي او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی.

چین همدا شان د افغانستان او پاکستان ګډ پلان «APAPPS» له مخې د پاکستان او افغانستان نېږدې اړیکې ستایلي او د درې اړخیزو امنیتي، پرمختیايي او خپلمنځي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د لیدنو کتنو د لړۍ د جاري ساتلو هیله ښودلې ده.

اعلامیه په دې اړه کاږي:

"د دواړو هېوادونو مشران په‌دې سلا شول چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې کوربه‌توب دې افغانستان وکړي."

په پاکستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو او د عمران خان تر صدراعظم کېدو وروسته دا چین د عمران خان لومړی رسمي سفر دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان او چین د عمران خان د سفر په ترڅ کې د اقتصادي، سوداګریزو، دفاعي او سیاسي اړیکو د پراختیا په لړ کې ۱۵ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د سیاسي چارو کارپوهان د پاکستان او چین نزدې او ښو اړیکو ته په کتو، په یو شمېر سیمه ییزو مساېلو کې د دواړو هېوادونو همغږي مهمه او ګټوره بولي.

XS
SM
MD
LG