د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو زیاتېدو ته اندېښنې!


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او یونسيف په دې هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو زیاتېدو د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف اندېښمن کړي دي.

د عامې روغتیا د وزارت چارواکو ویلي دي چې د روان ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په هلمند، کندهار، ارزګان، کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د صحت عامې وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر ډاکتر غلام دستګیر نظري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له پولیو ضد کمپاینونو څخه په ټول هېواد کې د څه د پاسه یو میليون ماشومانو پاتې کېدل، د پولیو د پېښو د زیاتوالي اصلي علت دی.

دی وایي:

"له بده مرغه په افغانستان کې د پولیو د ختمولو پر وړاندې لوی ازمون نا امني او له واکسینه د څه د پاسه یو ميلیون ماشومانو پاتې کېدل دي، مونږ د دې ۶ ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته د دولت د وسله والو مخالفانو د موجودیت له امله لاسرسی نه لرو، د ملګرو ملتونو او قومي مخورو په منځګړتوب هڅې روانې دي چې وسله وال مخالفان مو پرېږدي چې ماشومان د پولیو ضد واکسین کړو."

د پولیو تازه پېښه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې ښکاره شوې ده.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۴ و او وړم کال بیا ۱۳ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف د افغان دولت پر وسله والو مخالفانو غږ کړی دی چې د پولیو د واکسین د کمپاینونو مخه ونه نیسي.

دوی دغه راز له کورنیو هم غوښتنه کوي چې خپلو کوچنیانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د یونسیف د پولیو ضد مبارزې د پروګرام ویاند کمال شاه ازادي راډیو ته وویل:

"دا یو بې پرې پروګرام دی او یوازې د کوچنیانو لپاره دی، کوچنیان کوچنیان دي، که د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې وي او که د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې، همدې ته په پام مونږ له طالبانو غواړو چې د واکسین له کمپاینونو سره همکاري وکړي، میندې او پلرونه هم باید په دې برخه کې زیاته همکاري وکړي او په هره دوره کې خپل کوچنیان واکسین کړي."

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړی درې هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ درملنه نه لري او د مخنیوي یوازنۍ لار يې له پنځه کلنۍ مخکې واکسین کول دي.

XS
SM
MD
LG