سږ کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې یوازې په کابل کې په یوه خونړۍ پېښه کې د ازادي راډیو د درې خبریالانو په ګډون نهه خبریالان ووژل شول.
افغانستان بیا د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونو په کتار کې راغلی چې د خبریالانو د قاتلانو د محاکمه کولو تر ټولو بدې سابقې لري.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې «CPJ» د نړیوال معافیت د انډېکس په نوم د ۲۰۱۸ میلادي کال په راپور کې چې پرون دوشنبهیې خپور کړی ویلي چې په افغانستان او ۱۳ نورو هېوادونو کې د معافیت فرهنګ حاکم دی چې خبریالان پهکې په منظم ډول وژل کېږي او قاتلانیې ازاد ګرځي.
له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رئیس مجیب خلوتګر هم له دې سره موافق دی چې د اکثرو وژل شویو افغان خبریالانو عاملان ازاد ګرځي.
هغه تېره شپه ازادي راډیو ته د خبریالانو لپاره د افغانستان اوسنی وضعیت له دې هم ناوړه وباله او ویېویل چې هغوی چې پر خبریالانو حملې کوي اکثرهیې دا عمل جرم نهبولي.
ښاغلی خلوتګر زیاتوي:
"زه فکر کوم نهیوازې دا چې د معافیت کلتور په افغانستان کې موجود دی، بلکې دغه کسان چې په خپله خبریالان وژني دغه وژنې دوی داسې انګېري چې دا جرم نهدی، دا جنایت نهدی. دا مثلاً دیني یا ایماني یا وجداني وجیبه ده، نو دا په دې معنی چې وضعیت د معافیت د کلتور د سیطرې نه هم ډېر بد دی."
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه راپور کې ویلي چې په تېره یوه لسیزه کې لږ تر لږه ۳۲۴ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي چې په سلو کې ۸۵ دوسیو کې یې عاملان نهدي محاکمه شوي.
له څه باندې درېیمه برخه دغه دوسیې د افغانستان په ګډون په همدغو ۱۴ هېوادونو پورې تړلي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: په تېره یوه لسیزه کې لږ تر لږه ۳۲۴ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي.
د راپور له مخې افغانستان وروسته له هغې چې په تېره اپرېل میاشت کې په کابل کې په یوې ځانوژونکې حمله کې نهه خبریالان ووژل شول، بېرته په دغه لېست کې شامل شوی او پنځم ځای یې نیولی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د دغه راپور تنظیموونکې الیزابېت ویچل وایي، دې حقیقت ته په پام سره چې د هر کال په تېرېدو په دغو هېوادونو کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ جاري دی، دا مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده او ښیي چې د دغې ستونزې ریښې څومره ژورې دي.
ویچل وایي، دغه معافیت د خبریالانو د غلي کولو او د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره چې معلوماتو ته لاسرسی نهوي، یوه اغېزمنه وسیله ده.
په افغانستان کې پر خبریالانو د حملو عاملان څوک دي او ولې نهمحاکمه کېږي، په دې اړه یو ځل بیا د نی رئیس مجیب خلوتګر وايي:
"زه فکر کوم دوی چې خبریالان وژني دوی موږ په درې ګروپونو ووېشو. یو هغه کسان دي چې دوی یا طالبان دي یا د داعش کسان دي او دوی د دولت له منطقې نه لیرې یا د دولت په حاکمیت کې ژوند نهکوي او دولت دوی ته لاسرسی نهلري. بله هغه ډله ده چې په افغانستان کې دوی ته ناڅرګند وسلهوال کسان وایي او دولت هم نهشي کولای چې دا ثابت کړي چې دغه کسان څوک دي او ولې خبریالان وژني، نو دوی هم پرته له محکمې نه په ښارونو کې ازاد ګرځي او درېیم هم د دولت لهخوا، د کورنیو چارو وزارت یوه سرتېري چې یوه خبریالهیې درې نیم کاله مخکې په خوست کې وژلې وه، هغه بالاخره په ۱۰ کلونو بند محکوم شو."
د خلوتګر په وینا دا چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې سمې نهڅېړل کېږي، یو اصلي علتیې د عدلي او قضایي ادارو او همدارنګه د استخباراتي او کشفي ارګانونو کمزوري او په دې برخه کې د کلکې ارادې نشتوالی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د دغه راپور تنظیموونکې مېرمن ویچل وایي، حکومتونه باید د خبریالانو د قتل او وژنو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او داسې یو مناسب مېکانیزم رامنځته کړي چې د وژل شویو خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره عدالت تأمین شي.