د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، رښتيني او مسلکي ډاکتران باید له غیر حرفوي ډاکترانو جلا شي.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا دنده لري چې په هېواد کې روغتیایي چارې معیاري او روغتیایي خدمات لوړ کړي، خو ویل کېږي چې لاهم په دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷» په کابل کې د طبي شورا یوې ناستې ته په وینا کې ټينګار وکړ چې دغه شورا باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له غیر حرفوي ډاکترانو جلا کړي.
 سرور دانش
سرور دانش
ښاغلي دانش وویل:
"اجازه مهورکوئ چې د ډاکتر له نومه ناوړه ګټه واخيستل شي، یو شمېر کسان شته چې د ډاکتر له نومه یوازې د پېسو ترلاسه کولو لپاره کار اخلي، باید رښتيني او مسلکي ډاکتران له جعلي او غیر حرفوي ډاکترانو جلا شي، دا هغه مهال امکان لري چې د ثبت پروسه د طبي شورا له لوري بشپړه او یوازې په شرایطو برابرو کسانو ته د جواز اجازه ورکړل شي او له کارهیې هم څارنه وشي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یادې شورا د پرانيستې پر مهال ویلي وو چې ځیني درملتونونه او ډاکتران د بېکیفیته درملو په تړونونو کې شریک دي چې دا بهیر نور د منلو نهدی او باید پای ته ورسېږي.
ولسمشر غني دغهشان ویلي وو چې درملتونونه باید خلکو ته باکیفیته درمل وړاندې کړي او د درملو سیستم باید داسې تنظیم شي چې د خلکو باور راخپل او هېوادوال باکیفیته درملو ته لاسرسی ولري.
په ورته وخت کې د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسې ډاکتر نسرین اوریاخېل د دوشنبې په ورځ یادې غونډې ته وویل چې د دغې شورا له جوړېدو راهیسې تر دې دمه یو شمېر د پام وړ کارونه ترسره شوي او هڅې روانې دي چې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.
 نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل
اغلې اوریاخېل زیاته کړه:
"د افغانستان طبي شورا توانېدلې چې ښې لاسته راوړنې ولري، د افغانستان د طبي شورا قانون د جمهوري ریاست لهخوا توشېح کېدل او د دغې شورا له لوري په مرکز او ولایتونو کې له دوو زرو د ډېرو ډاکترانو ثبت او راجستر کېدل د دغې شورا له مهمو لاسته راوړنو دي."
د افغانستان طبي شورا د ۱۳۹۶ کال د میزان په ۱۱مه پرانيستل شوه او یاده شورا دنده لري چې د ډاکترانو د مسلکي پوهې د کچې ښهوالي او د روغتیایي خدمتونو د لوړولو له لارې د ناروغانو خوندیتوب تأمین کړي.
همدارنګه د طبي ډاکترانو ثبت او د جواز ورکړه، د طبابت د اخلاقو ترویج او عدلي او قضایي ارګانونو ته له مراجعې دمخه مسلکي طبي سرغړونو او شکایتونو ته رسېدنه، د طبي روزنیزو معیارونو د ښهوالي او پیاوړتیا له لارې د ډاکترانو د مسلکي وړتیا لوړول د یادې شورا اهداف بلل کېږي.
خو یو شمېر ډاکتران له دې ډلې ډاکتر پرویز اقبال پر دغې شورا انتقاد کوي او وايي چې که څه هم د دغې شورا له جوړېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، خو د پام وړ کارونهیې نهدي ترسره کړي.
د ده په وینا، اوس هم د غیر معیاري روغتیايي خدمتونو له وجې زرګونه افغانان په زياتو لګښتونو سره نورو هېوادونو لکه پاکستان، ايران، هند او ترکيې ته د درملنې لپاره ځي.
راپور: ناجیه ساپۍ
 
 
