د کندهار ولایت اوسېدونکي نن شنبه د ۱۳۹۷ کال د عقرب په ۵ مه د رأیې ورکولو صندوقونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې خپلې رأیې ورکړې.
په کندهار کې د رأیې ورکوونکو ضد او نقیضې څرګندونې
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي د رأیې ورکونې په یوشمېر مرکزونو کې د رأیې ورکونې په بهېر کې له رامنځته شوي ځنډه شکایت کوي، خو یوشمېر نور بیا له دې بهېره خوښ دي.
نور حال په دغه ویډیویي راپور کې وګورئ چې د ازادي راډيو خبریال صادق رښتيني له کندهاره را لېږلې ده.
اېډيټ د تمیم اخګر:
د کندهار په ولایت کې د رأیې ورکولو ځیني محلونه لاهم تړلي دي، خو د دغه ولایت د اتلسو اداري واحدونو په ډله کې، له معروف او نېش ولسوالیو پرته په نورو کې د ولسي جرګې انتخابات روان دي.
د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې انتخاباتو د امنیت په برخه کې ډاډه دي.
نوموړي وویل:
"چمتووالی نیول شوی، په امنیتي قواوو کې هېڅ ډول تشویش نشته، د انتخاباتو کمېسیون موږ ته ډاډ راکړی چې هغه ستونزې چې په نورو ولایتونو کې یې له کبله انتخابات دوهمې ورځې ته وځنډېدل، هغه ستونزه دلته نشته او پوره اماده ګي لرو."
د تلې د شپږ ویشتمې نېټې له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال عبدالمومن حسین خېل ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډېدل.
له ټاکلي جدول سره سم پکار وو چې د رأیې ورکولو ټول مرکزونه نن د سهار په اوو بجو پرانیستل شي.
د دې انتخاباتو له لارې به ۱۱ تنه له کندهاره ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په وینا، په کندهار ولایت کې له پنځه لکه او اووه شپېته زره ډېرو کسانو د رأیې ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.
په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات روان دي چې د مازيګر تر څلورو بجو به دوام کوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو پر شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته برابر شوي دي.
د رأيو ورکولو مرکزونه چې په پام کې وه د سهار پر ٧ پيل شي، په ځينو ځايونو کې په ځنډ پرانيستل شول.
په کندهار کې ١١٢ کسانو ځانونه کانديد کړي چې ١١ کسان به يې ولسي جرګې ته لار پيدا کوي.
له غزني او کندهار پرته په نورو ٣٢ ولايتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېره شنبه وشول.
په کندهار کې دغه انتخابات وروسته له هغې يوه اوونۍ وځنډول شول چې د کندهار امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس په يوه حمله کې ووژل شول او والي ټپي شو.
صالح محمد صالح په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر له وياند ميرزا محمد حقپرست څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې په کندهار کې ولې د انتخاباتو په پروسه کې هغه تېروتنې چې د ميزان پر ٢٨مه شوې وې، بيا تکرار شوې؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: