د افغانستان حکومت وايي، د کندهار خلکو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون له لارې، وسله والو طالبانو ته کلک ځواب ورکړ.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون بې ساری و او دا بهیر منظم او په امن کې سرته ورسېد.
شاه حسین مرتضويوویل:
"د افغانستان خلکو یو وار بیا د قانون د حاکمیت ټینګولو، د ډموکراسۍ او ولسواکۍ ټینګولو لپاره خپل تعهد څرګند کړ."
له نېش او معروف ولسوالیو پرته په نور کندهار کې پرون د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.
د اکټوبر په ۱۹مه په کندهار کې په وسله واله حمله کې د هغه ولایت امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس ووژل شول او والي سخت زخمي شو.
له دې امله پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې انتخابات یوه اوونۍ وځنډول شي.
په کندهار کې د ولسې جرګې د ټاکنو بهير پای ته ورسېد.
د کندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب، د ټاکنو د کمېسيون رئيس نعمت الله وردګ او د امنيت د امر رحمت الله اطرافي ګډ مطبوعاتي کنفرانس.
د کندهار په انتخاباتو کې له تمې خلاف د ښځو پراخ ګډون
د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، د کندهار په رأیې اچونه کې د ښځو ګډون له تصور لوړ و.
ویډیو: محمد صادق رښتینی
اېډېټ: تمیم اخګر
په کندهار کې د ولسې جرګې د ټاکنو بهير تر پنځو بجو پوري دوام کوي