د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۴

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي، له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې...

په کندهار ولایت کې نن شنبه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات کېږي.

له کندهاره ۱۱۲ کسانو د افغانستان ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.

د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د کندهار د انتخاباتو د کمېسیون مشر نعمت الله وردګ پرون ازادي راډیو ته وویل چې د رأیې ورکولو بهیر به د سهار له ۷ پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

ده وویل:

"رأیې ورکوونکي به د سهار په ۷ بجو د رأیې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي، د مازیګر تر څلورو بجو مونږ رسمي وخت لرو، خو بیا هم که څوک هلته پاتې وي او کتار کې ولاړ وي، زمونږ قانون دی چې خپل کار ته دوام ورکړو."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، په کندهار ولایت کې شااوخوا پنځه لکه او شپېته زره کسان د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي چې د رأیې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي.

د چارو کارپوهان وايي، د کندهار په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د دښمن په مخ یو درنه څپېړه ده.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، کندهاریان په دې ورځو کې د عبدالرزق مړینې ویرجن کړي، خو بیا هم په انتخاباتو کې د دوی پراخ ګډون د دغه ولایت د ولس زړوتیا څرګندوي.

له ښاغلي رنجبر سره د ازادي راډيو خبریال رحمت الله افغان مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

په کندهار کې د رأیې ورکونې د بهیر پیل

د کندهار اوسېدونکي د ډموکراسۍ د پلي کېدو او ټينګښت لپاره د رأیې ورکونې مرکزونو ته راغلي دي.

ويډیو : صادق ریښتنی او اېډېټ د تمیم اخګر

په کندهار کې د رأیې ورکونې بهېر پیل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

په کندهار کې د تمې خلاف د رأیې ورکوونکو لوی لوی کتارونه!

د کندهار اوسېدونکو د تمې خلاف لوی لوی کتارونه جوړ کړي، خو لاهم یوشمېر د رأیې ورکونې مرکزونه پرانيستل شوي نه دي.

د صادق رښتيني راپور او د تمیم اخګر اېډ ېټ:

په کندهار کې د تمې خلاف لوی لوی کتارونه!
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

انتخابات، پراخ ګډون، ګواښونه او ستونزې!

تر دې دمه څلور میلیونو افغانانو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون کړی، په داسې حال کې چې نن شنبه د کندهار خلک هم په دې بهیر کې رأیې ورکوي، خو په نورو ولایتونو کې د رأیو د شمېر او د شکایتونو د څېړنې بهیر روان دی.

د ویډیو ایدېټ: تمیم اخګر

انتخابات، پراخ ګډون، ګواښونه او ستونزې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG