په کندهار کې د تمې خلاف د رأیې ورکوونکو لوی لوی کتارونه!
د کندهار اوسېدونکو د تمې خلاف لوی لوی کتارونه جوړ کړي، خو لاهم یوشمېر د رأیې ورکونې مرکزونه پرانيستل شوي نه دي.
د صادق رښتيني راپور او د تمیم اخګر اېډ ېټ:
په کندهار کې د رأیې ورکونې د بهیر پیل
د کندهار اوسېدونکي د ډموکراسۍ د پلي کېدو او ټينګښت لپاره د رأیې ورکونې مرکزونو ته راغلي دي.
ويډیو : صادق ریښتنی او اېډېټ د تمیم اخګر
د چارو کارپوهان وايي، د کندهار په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د دښمن په مخ یو درنه څپېړه ده.
د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل، کندهاریان په دې ورځو کې د عبدالرزق مړینې ویرجن کړي، خو بیا هم په انتخاباتو کې د دوی پراخ ګډون د دغه ولایت د ولس زړوتیا څرګندوي.
له ښاغلي رنجبر سره د ازادي راډيو خبریال رحمت الله افغان مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:
افغان امنیتي ارګانونه په کندهار ولایت کې نن د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د پراخو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي.
د دفاع وزارت ویاند وویل، افغان ځواکونه به په ټول کندهار کې ځمکنۍ او هوايي ګزمې وکړي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې پوره چمتووالی لري.
غفور احمد جاوېد وویل، په ارامه او منظمه فضا کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف، د کندهار د امنیتي وضعیت د څارلو لپاره د دفاع د وزارت د لوی درستیز مرستیال دغه ولایت ته تللی دی.
د ازادي راډيو خبریال رضوان مراد له غفور احمد جاوېد سره په دې هکله مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدای شئ: