د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي، په ولایتي کچه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوي.
ښاغلي دستیګري له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په لویه کچه د دغو ټاکنو لپاره تدابیر نیول شوي.
د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني له ښاغلي دستګیري سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:
د کندهار امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې ټول امنیتي ارګانونه په ګډه په دې ولایت کې د ټاکنو د خوندي تر سره کېدا لپاره لاس په کار شوي او په دې برخه کې هر اړخیز جوړ شوی امنیتي پلان تطبیق کېږي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ویاند ضیا دراني ازادی راډیو ته په ځانګړې مرکه کي وویل، د ټاکنو د پروسې د امنیت چارې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د سرتېرو له خوا ساتل کېږي.
د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني له ضیا دراني سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي په قندهار کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لړ کې د شکایتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی دی.
په قندهار ولایت کې نن د ولسي جرګې د انتخاباتو له پبیلیدو سره سم کاندیدان ،خلک او څارونکی کولی شي تر راتلونکو دریو ورځو پورې خپل انتخاباتي شکایتونه ثبت کړي.
دا خبره د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون کمشنر او ویاند علي رضا روحاني تیره شپه ازادۍ رادیو ته وکړه .

ښاغلي روحاني وویل د انتخاباتي شکایتونو له ثبت وروسته د شکایتونو د کمیسیون مرکزي او ولایتي دفترونه د ارزونو له یو شمیر پړاونو وروسته په دوه اونیو کې د شوو شکایتونو به اړه خپله پریکړه اعلانوي.
" په لومړي پړاو کې له ثبت وروسته باید دا شکایتونه تصنیف بندي شي .تصنیف بندي په دې معنا چې معلومه شي شکایت د کومې موضوع په اړه دی.په دوهم قدم کې بیا مونږ دا معلوموو چې ایا په ثبت شوي شکایتونو کې یاد شوې موضوع ،انتخاباتي سرغړونه ده او که انتخاباتي جرم ."
علي رضا روحاني وویل که څه هم په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د انتخاباتي شکایتونو د ثبت موده پایته رسیدلې ده خو خلک کولی شي د ثبت شوي شکایت په اړه اسناد او شواهد دوي ته وسپاري.

د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د راتلونکې لړم میاشت په نوولسمه او رسمي نتایج د قوش په نهه ویشتمه نیټه اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د شکایتونو له ثبت دوه اونۍ وروسته باید د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د شوو شکایتونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې چې تیره شنبه او یکشنبه ترسره شول ،د بایومتریک دستګاو د استعمال په لړ کې د ستونزو او نیمګړتیاو ،پر وخت د رایو د یو شمیر مرکزونو د نه پرانستل کیدو،په پیسو د رایو د اخستلو او د زورزیاتي د مواردو په اړه شکایتونه شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د راتلونکې لړم میاشت په نوولسمه او رسمي نتایج د قوش په نهه ویشتمه نیټه اعلان شي.