ایران پر سعودي عربستان تور پورې کړی دی چې پر تهران د بندیزونو د لګولو له لارې هڅه کوي د خبریال جمال خاشقجي له قضيې د نړیوالو پام واړوي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مرستیال مشر جنرال اسمعیل کوثري وايي، سعودي عربستان پر تهران د بندیزونو له لارې هڅه کوي چې د خبریال جمال خاشقجي له قضيې د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې پام واړوي.
د ایران مهر خبري اژانس د جنرال کوثري له قوله ویلي دي د سعودي واکمنان باید پوه شي چې د دې هڅو له لارې هغه جنایت نهشي پټېدلی چې د هغه په وینا سعودي مقاماتو د جمال خاشقجي پر وړاندې کړی دی.
د ایران دغه پوځي مقام ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید سعودي عربستان د خاشقجي په قضیه کې مسؤل وبولي.
سعودي خبریال جمال خاشقجي په ترکیه کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی او دې پېښې نهیوازې د ریاض او انقرې ترمنځ شخړه پورته کړې ده، بلکې د امریکا په ګډون نړیوالو قوتونو د سعودي عربستان پر حکومت سخت انتقادونه کړي او د خاشقجي د وژل کېدو د قضيي په اړهيې له ریاضه پوره او دقیق وضاحت غوښتی دی.
سعودي عربستان د سې شنبه په ورځ د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د بهرنیو عملیاتو د ځواک پر مشر جنرال قاسم سلیماني چې د قدس ځواک په نوم یادېږي، بندیزونه ولګول.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پر جنرال سلیماني په متحده ایالاتو کې د هغه مهال د سعودي د سفیر عادلالجبیر د ترور د تور په خاطر بندیزونه لګولي وو.
امریکا، سعودي عربستان او د عربي خلیج ۵ هېوادونو د سې شنبې په ورځ په یوه جلا اقدام کې یو شمېر ایراني وګړي افغان طالبانو ته د مالي سرچینو د برابرولو په مسئله کې په تور لېست کې شامل کړل.