د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

اردوغان: د سعودي یوه ټیم د خاشقجي وژنه مخکې پلان کړې وه


د ترکيې ولسمشر وايي، قوي شواهد لري چې په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ چارواکو او د سعودي يوه ټيم د سعودي خبريال جمال خاشقجي وژنه څو ورځې وړاندي پلان کړې وه.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د سعودي چارواکو د خاشقجي د وژلو پلان له سپتمبر مياشتې راهيسي پيل کړی وو.

د ترکي ولسمشر خبرې د سعودي د هغه اعلان په تضاد دي چې ګواکي دغه د سعودي منتقد خبريال په قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې په نتيجه کې سهواً مړ شوی وو.

اردوغان په خپله نننۍ وينا کې د خپل هېواد د واکمن ګوند غړیو ته په پارلمان کې وويل چې له دې پيښې سره په تړاو به هېڅ هم پټ پاته نشي.

د ترکيې ولسمشر له سعودي عربستانه وغوښتل چې پرېږدي د خاشقجي په قضیه کې نیول شوي اتلس کسان محاکمه شي.

ده زياته کړه چې د سعودي عربستان د پاچا له خوا پر دنده ګومارل شوی قونسل بې کفايته دی.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

اردوغان وويل چې چارواکو د قونسلګرۍ کمرې ايسته کړي وې.

د ترکيې حکومت وايي، که ملګري ملتونه او نورې نړيوالې ادارې د خاشقجي د وژنې په قضيه کې د تحقيق غوښتنه وکړي، دوی به ورسره همکاري وکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو څو ساعته مخکې د اردوغان تر وينا، وويل چې ترکيې تر اوسه د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې اړوند معلومات له کوم بل هېواد سره نه دي شريک کړي.

اوغلو له انادولو دولتي خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې ترکيه چمتو ده په دې اړه په هر ډول نړيوالو پلټنو کې همکاري وکړي.

خاشقجي ۵۹ کلن وو.

دی له واشنګټن پوسټ سره خبريال او د سعودي عربستان د مشرتابه سخت منتقد وو.

دی د اکتوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د عربستان قونسلګرۍ ته د ځينو اسنادو لپاره ورغلی وو خو بيرته نه وو راوتلی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادل الجبیر ویلي چې هېواد يې د خاشقجي د قضيې په اړه بشپړو پلټنو ته ژمن دی چې په دې اړه ټول حقيقتونه راپورته شي.

سعودي عربستان چې ترکيې ته يو پلټونکی ټيم لېږلی دی، هغه به له ترکانو سره يو ځای کار کوي او په ګډه به د جبیر په وينا د خاشقجي د وژنې په اړه شواهد راټولوي.

عادل الجبیر دا خبرې په انډونيزيا کې دغه هېواد ته د رسمي سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر

ده ویلي، دوی ژمن دي چې بايد تحقيقات بشپړه وي او حقيقت افشا شي او هغوی چې د دې قضيې مسئوليت پر غاړه لري باید مجازات شي.

ده وويل چې هېواد يې پر دې هم کار کوي چې دا وړ کار بايد هيڅ کله بيا تکرار نشي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادل الجبیر وويل چې د دې قضيې په تړاو اتلس کسان نيول شوي او شپږ لوړپوړي دولتي چلارواکي له دندو ګوښه کړای شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

XS
SM
MD
LG