د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

ویسا: په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ګټه په ثبات کې ده


د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د شهادت په څرنګوالي او د سولې په تړاو په روانو بحثونو لیکنې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې افغان ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې د جنرال عبدالرازق وژونکي دې افغانستان ته وسپاري.

ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د قومي مشرانو او ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې پاکستان ته په خطاب کې وویل چې د جنرال عبدالرازق د وژلو توطئه په پاکستان کې جوړه شوې، مجرمین راکړئ چې موږ یې محاکمه کړو.

ورځپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې وړمه ورځ د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي اعلان کړه چې د کندهار د وروستۍ پېښې پلان د ډیورند کرښې بلې غاړې جوړ شوی وو.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي، کله چې ولسمشر پوهېږي چې د جنرال عبدالرازق د شهادت د پېښې طراحان په پاکستان کې دي، نو په کار ده چې امریکا اړ باسي څو په اسلام‌اباد خپل فشارونه زیات کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي په‌داسې حال کې چې د جنرال عبدالرازق د شهادت د پېښې په اړه چې په‌کې د کندهار د ملي امنیت رئیس هم وژل شوی، خو والي بیا په پښو لګېدلی او اوس‌مهال د امریکایي ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، زیات ګمانونه موجود دي او په‌کار ده چې څرنګوالی یې برملا شي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې له حکومته د هغو کسانو د ژر تر ژره ګوښه کولو غوښتنه هم کړې ده چې د هېواد د امنیتي او کشفي ادارو رهبري په لاس کې لري او ناغېړي کوي.

د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان ته ولې زیان نه‌دی اوښتی؟
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغان حکومت له پاکستانه د کندهار د پېښې د عاملینو د نیولو او ورسپارلو غوښتنه په ټول جدیت سره تعقیبوي ان که دا مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو سبب هم شي.

ورځپاڼې وړاندې دې پوښتنې ته هم د ځواب ویلو هڅه کړې چې په حمله کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان ته ولې زیان نه‌دی اوښتی؟

ورځپاڼه لیکي چې پر امریکایي قوماندان جنرال مېلر د حملې د نه‌کېدو یو دلیل ښایي د امریکا له غضبه د پاکستان وېره وي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه روان بحثونه بله مهمه مسئله ده چې ځینو ورځپاڼو پری لیکنې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د نشنل انټرسټ مجلې لیکلي دي چې افغان سوله یوې نوې سیمه‌ییزی اجماع ته اړتیا لري، داسې اجماع چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ د پرځولو سبب شوه.

ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د روانې جګړې پېچلتیاوو ته په کتو لیکلي دي چې د سوله‌ییز حل پر وړاندې له پرتو ننګونو هم سترګې نه‌شي پټېدای.

افغان سوله یوې نوې سیمه‌ییزی اجماع ته اړتیا لري.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې نشنل انټرسټ امریکایي مجله په‌دې باور ده چې په افغانستان کې د ښکېلو غاړو ګټه په ثبات کې ده، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې یو داسې بهیر پیل کړي چې په‌کې د امریکا، روسیې او چین ګټې سره وتړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ټوله نړۍ او د شخړی دواړه غاړې دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د افغانستان جنګ پوځي حل لاره نه‌لري، خو له دې سره سره هېڅ یو اړخ د بل اړخ د قانع کولو له‌پاره کوم اقدام نه‌دی کړی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي چې امریکا هڅه کوي چې د افغانستان له روانې شخړې ځان وباسي، خو د سیمې هېوادونه بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وخت نه مخکې د وتلو په اړه اندېښنه ښیي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام دا هم لیکلي دي چې د سیمې هېوادونه له روسیې، چین، ایران او ان هند د سولې له خبرو لیرې ساتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG