د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

روحاني: امریکا هڅه کوي د ایران رژیم ړنګ کړي


د ایران ولسمشرحسن روحاني نن په هغې وینا کې چې د ایران له دولتي ټلوېزیون څخه خپرېده وویل، د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د ایران رژیم نسکور کړي.

روحاني د تهران په پوهنتون کې د نوي تحصیلي کال د پیلېدو په مناسبت دغه وینا کې وویل چې متحده ایالات له رواني او اقتصادي جګړې چې پیل کړې يې ده په استفادې او د ایران د اسلامي جمهوریت پر مشروعیت د انتقادونو له لارې غواړي چې په دې هېواد کې رژیم ړنګ کړي.

روحاني زیاته کړه چې د رژيم د مشروعیت کمزوري کول د واشنګټن نهایي هدف دی.

د هغه په خبره کله چې دوی وایي چې د دغه رژیم له شره باید خلاص شي یا د دوی په وینا دغه رژیم باید نسکور شي، د رژیم بدلیدل څه ډول ممکن دي؟

دا کارد رژیم د مشروعیت د کمزورېدو له لارې امکان لري، له دې پرته رژیم په خپله نه بدلېږي.

روحاني په دې اړه چې امریکا د تهران د رژیم د بدلولو لپاره څه ډول هڅې مخکې ته وړي، نور جزئیات نه دي ورکړي خو له دې مخکې ایراني چارواکو پر ایران د امریکا سیاسي او اقتصادي فشارونو ته په اشاره ویلي چې واشنګټن له دې لارې غواړې د ایران حکومت له منځه یوسي.

امریکایي چارواکو تر اوسه پورې د ایران د ولسمشرد دغې نوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي خو له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ د ادارې لوړپوړو چارواکو دغه تورونه تل ردکړي او ويلي يې دي چې پر ایران د فشارونو له زیاتېدو یې هدف دادی چې دا هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او خپل چلند بدل کړي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې هم د ایران د رژیم د بدولو مسله ډېره ګرمه وه.

د هغه د ادارې د بهرنیو چارو وزیرجان کري څه موده مخکې ویلي وچې د سعودي عربستان او اسرائیل په ګډون چې د دواړو اړیکې له ایران سره خرابې دي، د سیمې یو شمېر هېوادونو د امریکا له ادارې څخه غوښتي و چې د ایران د رژيم د بدلولو لپاره پوځي اقدام وکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووت او پر تهران یې بندیزونه بېر ته ولګول.

په پام کې ده چې متحده ایالات په راتلونکې نومبر میاشت کې پر ایران نوربندیزونه چې د دې هېواد د تېلو صادرات پکې په نښه کېږي، ولګوي.

دغه بندیزونه د دغو د دوه اړخیزو اړیکو د خرابېدو یو اصلي لامل ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG