د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف د ایران د ۲۰۱۵ م کال له اټومي موافقې څخه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وتلو پر پریکړه سخت انتقادونه وکړل .
نوموړي د ۲۰۱۵ کال له موافقې څخه د امریکا وتل د ملګرو ملتونو له پریکړو سرغړونه او سیمه ائیز امنیت ته ګواښ وباله.
سرګې لافروف ژمنه وکړه چې مسکو به له هرې ممکنه لارې کار وکړي چې د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ اټومي موافقه پر ځای پاتې شي.
د روسيی د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د نورو په چارو کې د مسکو د مداخلې په اړه تورونه بې بنسټه وبلل او د ایران،سوريي او وینزو ویلا په باب يې د واشنګټن تګلارې وغندلې .
هغه پر لویدیځو هیوادونو هم تور پورې کړ چې د نورو هیوادونو سیالي نشي زغملی.
د ملګرو ملتونو د سږني کال عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران د منځني ختیځ د شخړو تر شاه وباله او تهران يې له تروریستي ډلو څخه په ملاتړ تورن کړ.
ډونالډ ټرمپ دغه راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ایراني مشرانو د منزوي کولو لپاره دې له ده سره په ګډه کار وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا په ملګروملتونو کې وویل د ایران د منزوي کولو لپاره نړیوالو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ غوښتنه رد کړه او د هغه په خبره ټرمپ په دې هڅه کې یوازې پاتې شو.
متحده ایالات او لویدیځ متحدان يې روسیه تورنوي چې د اوکراین د ختیځ له بیلتون پالو پوځي او مالي ملاتړ کوي او د امریکا د استخباراتي ادارو لخوا بیا مسکو په دې هم تورن شوی چې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې يې مداخله کړې ده.
خو روسیه بیا تورونه ردوي.