په ارزګان کې روغیتايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې ورځ تربلې د پولیو یا ګوزڼ د پېښو د رامنځته کولو خطر زیاتېږي.
دغه روغیتايي مسؤلین زیاتوي چې په ارزګان کې د شري ناروغي هم د پخوا په پرتله ۹۰ سلنه زیات شوې ده.
د واکسين د برخې د ادارې مسؤلین هم مني، خو وايي چې د مخنیوي لپاره يې هلې ځلې پیل کړې دي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: