د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

ملي ارمان: خلک باید له سالمو انتخاباتو ملاتړ وکړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د انتخاباتو او د دغه پروسې په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه لیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې خلک باید له سالمو انتخاباتو ملاتړ وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې ټاکل شوې د مېزان د میاشتې پر ۲۸ مه نېټه په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي چې د ګوتو په شمار ورځې ورته پاتې دي خو د سرمقاله لیکونکي په خبره لا هم د دغو انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښې پر ځپل ځای دي.

ورځپاڼه لیکي چې امنیتي ارګانونو او د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګیو اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ۵۴ زره ځواکونه به د ۵۱۰۰ انتخاباتي مرکزونو او ۲۱۰۰۰ د رایې ورکونې د محلونو امنیت ونیسي.

خو په سرمقاله کې راغلي چې په دې کې هم شک نشته چې طالبان او داعش ډله به د دغې پروسې د مخنیوي هڅه وکړي او خلک به پرې نږدي چې د رایې ورکونې تر صندقونو ولاړ شي.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې پاکستان تر اوسه د دغو انتخاباتو د جوړېدو په اړه د همکارۍ څه نه دي ویلي او په خبره یې د همکارۍ کوم څرک یې هم نه لیدل کېږي.

دنیا:

دنیا خيلواکې ورځپانې بیا خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی دی(( انتصابي پارلمان نه انتخابي)).

په سرمقاله کې راغلي چې انتخاباتو ته ډېرې کمې ورځې پاتې دي او د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونونه هم ښه په درز کې روان دي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو د انتخباتو د پروسې په سر کې انتقادونه وکړل او د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه یې د ارګ پرېکړې تر پوښتنې لاندې راوستې او دغه شان خپلې پیشهادي طرحې ورته وړاندې کړې.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، تمه وه چې د حکومت له خوا دغه طرحې ومنل شي او یا هم د انتخاباتو د جوړولو په څرنګوالي کې یو اساسي بدلون راشي خو له دغو طرحو یوازې انتخابات د بایو مټریک سیسټم له لارې هغه هم په وروستیو ورځو کې ومنل شول.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په حواله لیکلي چې راروان انتخابات نه شي کولای په افغانستان کې روان بحران ختم کړي.

په مطلب کې د ښاغلي حکمتیار په حواله دغه شان لیکل شوي چې ډېری سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي او انتخابات به یوازې په یو شمېر محدودو مرکزو کې جوړ شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې حکمتیار ویلي، راروان انتخابات به له درغلیو ډک وي او هر هغه څوک چې حکومت وغواړي همغه به ولسي جرګې ته راولي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په حواله لیکلي چې ډېری افغانان کولای شي په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د دغه دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که څه هم د انتخباتو د امنیت په برخه کې اندېښنې موجودې دي خو افغان ځواکونو په دې برخه کې خپل چمتووالی ښودلی دی.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې افغان ځواکونه د انتخابات امنیت نیسي او خلک له اندېښنې پرته په انتخاباتو کې ګډون کولی شي.

XS
SM
MD
LG