د کابل سیند له ځینو سيمو، په تېره بيا پل سوخته څخه د معتادینو شړل کابل ښاريانو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
پل سوخته چې د معتادینو لوی مرکز بلل کېده له دې سيمې څخه د معتادينو په شړلو سره د کابل پولیسو وکولای شوای چې د معتادینو د راټولېدو مخه ونيسي.
د تر لاسه شوېو معلوماتو له مخې پهدې سيمه کې نېږدې دوه زره معتادین اوسېدل چې له کوم مزاحمت پرته به یې هلته نشې کولې.
اوس چې سره تيت شوي، نو په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته ننوزي او غلاوې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پل سوخته سیمې اوسېدونکي له دې ځایه د معتادینو په شړلو سره خوښ دي، خو د کابل ښار د ځینو نورو سیمو اوسېدونکي بیا وايي چې د حکومت دې کار دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي:
"معتادین چې تل سره تيت شوي، نو عامو خلکو ته یې ډېرې ستونزې را پیدا کړي دي. کله چې معتادین سره یو ځای وو، ټول خلک پهدې پوهېدل چې هلته نشه يان اوسېږي، خو اوس چې سره تيت شوي، نو په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته ننوزي او غلاوې کوي، خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی. دولت باید معتادینو ته اساسي کار وکړي او په یوه ځانګړي ځای کې یې سره را ټول کړي.
-له پل سوخته څخه د معتادینو په شړلو سره پر عامو خلکو منفي اغېز کړی دی. حکومت دې بحران ته مناسبه حللاره نه درلوده، دوی یوازې دومره وکولای شول چې معتادین له هغه ځانګړې سیمې څخه وشړي، معتادین مجبوره دی چې پارکونو او د استوګنې ځایونو ته ولاړ شي."
خو د کابل امنیه قوماندانۍ بیا له پل سوخته سيمې څخه د معتادینو شړل پر ځای کار بولي او وايي چې په دې ډول یې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د فعالیت مخه نيولې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وويل، له پل سوخته سيمې څخه د معتادینو له ایستلو سره سم د قاچاق کوونکو ټول پلانونه شنډ شول.
ستانکزي زیاته کړه:
"تر پل سوخته لاندې او په کابل سیند کې تر دوو زرو ډېر معتادین اوسېدل، زموږ د راپورونو له مخې په دوی کې داسې کسان هم ول چې جرمونه یې رهبري کول. موږ له دوی څخه تر برچو او وسلو پورې وسایل تر لاسه کړي دي. هلته د نشهيي موادو مافیا د نشه يي موادو راکړه ورکړه کوله چې اوس دا ټول له منځه تللي او سیمه پاکه شوې ده. نور به بيا دا سيمه د معتادینو په ښارګوټي بدله نه شي."
کابل ښاريان له حکومتي ادارو څخه غواړي چې معتادین یو داسې مناسب ځای ته يوسي چې د هستوګنې له سيمو څخه لېرې وي، ترڅو په دې ډول له یوې خوا اړوندې ادارې له معتادینو سره مرستې وکړي او له بلې خوا د نورو ځوانانو د اعتیاد مخه ونیول شي.
راپور: فريد حليمي
د دې راپور غږېزه بڼه هم اورېدلی شئ: