د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

د هېواد د روان وضعیت په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو ننني اندونه!


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې ډېری مطالب او تبصرې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د حملې ۱۷مې کلیزې او د ملي شورا د انتخاباتو لپاره روانو تیاریو ته ځانګړي کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور ۱۷ کاله پوره شول او په دې موده کې افغانستان د سترو ځواکونو د سیالیو په ډګر بدل شوی دی او نه‌یوازې دا چې په دې موده کې جګړه ختمه نه‌شوه، بلکې نورو ترورېستي ډلو هم سرونه پورته کړل.

ورځپاڼه لیکي چې ۱۷ کاله مخکې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ائتلافي ځواکونو پر افغانستان د هوا او ځمکې له لارې حملې پیل کړې چې په پایله کې یې د طالبانو اسلامي امارت له‌منځه ولاړ.

ورځپاڼې لیکلي دي چې امریکا او متحدین‌یې په دې باور وو چې افغانستان د ترهګرو ډلو مرکز دی او پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترورېستي حملې لپاره ګرم بلل شوی، د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم په افغانستان کې دی چې څو کاله وروسته په پاکستان کې د بن لادن وژنې دا ادعا ناسمه ثابته کړه.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو نظرونه راخيستي دي چې ویلي یې دي، د امریکا مخکنۍ او اوسنۍ ستراتېژۍ دواړه ناکامې ثابتې شوې دي.

ورځپاڼه لیکي چې وسله‌والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې تېره ۱۷ کلنه جګړه ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره‌یې د ترهګرو په مرکز بدله کړې ده.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د افغانستان د دفاع وزارت بیا په افغانستان کې د امریکا حضور او په تېره بیا پوځي حضور ګټور بولي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د امریکا د یو څېړنیز مرکز په حواله لیکلي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا جګړه ناکامه ده او کومه لاسته راوړنه نه‌لري.

ورځپاڼې د دغه څېړنیز مرکز په حواله لیکلي دي چې نږدې نیمایي امریکایي ځوانان په دې باور دي چې له ۱۷ کاله جګړې وروسته هم امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه‌ده رسېدلې، حال دا چې په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان ووژل شول.

ورځپاڼې وړاندې د ټرمپ د ادارې په تګلارې هم بحث کړی او لیکلي یې دي چې دې تګلارې هم په وضعیت کې کوم بدلون رانه‌وست.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په افغانستان کې روان بحران چې د سيمې امنیتي او اقتصادي ټیکاو یې زیانمن کړی دی، یوازې د خبرو اترو او تفاهم له لارې د حل وړ دی.

ورځپاڼې وړاندې سېمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سفر ته په اشارې لیکلي دي چې د افغانستان د روان کړکېچ د سیاسي حل موندلو لپاره د خلیل‌زاد دا سفر داسې مهال پیل شوی دی چې امریکا او ناټو پوره ۱۷ کاله هڅه وکړه چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ کم کړي چې کومه نتیجه‌یې ورنه‌کړه.

ورځپاڼې د خپل مطلب په دوام د ځینو کتونکو نظرونه هم راخيستي دي او لیکلي یې دي چې امریکا له لومړي سره پوهېدله چې طالبان د فارس خلیج په سیمه کې هم ښه ملاتړي لري، خو د فارس خلیج هېوادونو د شېخانو پر وړاندې چې د واشنګټن نږدې پوځي او اقتصادي متحدین دي، خاموشي غوره کړه چې د ورځپاڼې په وینا، اسلام‌اباد بیا له دې حالته ښه ګټه پورته کړه، ان تر دې چې طالبان د دغه هېواد د ملي ګټو د ساتونکو ځای ونیوه او له هند سره په نیابتي جګړه کې د پاکستان د عسکرو په توګه معرفي شول.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له ۱۷ کلونو جګړې وروسته امریکا د افغان بحران د حل لپاره یو مناسب ادرس پیدا کړ چې دا ادرس بیا د پاکستان تر څنګ، عرب شېخان هم کېدای شي.

په کابل کې خپرېدونکو ځینو نورو ورځپاڼو بیا د ملي شورا د راتلونکو انتخاباتو په تړاو پر روانو بحثونو مطالب خپاره کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه سرلیک کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي دي چې یو شمېر نور نوماندان چې د قانون پر خلاف په کړنو تورن دي، که چېرې د دوی په اړه اسناد او شواهد ترلاسه شي، نو ممکن د نوماندانو له لېسته وایستل شي.

ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون د غړي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي څرګندونې هم راخيستي دي او لیکلي یې دي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون د قانون له مخې دا حق لري چې د سرغړوونکو نومونه د نوماندانو له لېسته وباسي، خو باید په دې اړه کافي او مهم دلایل وړاندې کړي.

وړځپاڼې په یوه جلا مطلب کې په انتخاباتو کې د زورواکو نفوذ د انتخاباتو پر وړاندې یو بل خطر بللی چې ولسي جرګې ته‌یې د نخبه‌ګانو ورتګ له شک سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د انتخاباتو په وړاندې ستره ننګونه جګړه ده چې له امله‌یې د هېواد له نیمایي زیاته برخه په کنټرول کې نه‌ده او د دې تر څنګ، طالبان یوازنی امنیتي ګواښ نه‌بلل کېږي او دا ځکه چې د ورځپاڼې په باور، سیمه‌ییز زورواکي او غیر مسؤله وسله‌وال به له رأی ورکوونکو د خپلو نوماندانو په ګټه کار واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ملي شورا د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو په حملو بحثونه کړي او لیکلي یې دي چې د دې حالت د دوام په صورت کې ممکن سراسري انتخابات ونه‌شي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي، د انتخاباتو په مرکزونو او ان د انتخاباتي شکاینونو د کمېسیون د مشر پر کور یې هم حملې وکړې.

هېواد لیکي، که څه هم افغان او بهرنیو ځواکونو ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو امنیت به ټینګوي، خو د ورځپاڼې په وینا، طالبان زیاتې سیمې ګواښي او حملې کوي چې کندز، غزني، پکتیا او میدان وردګ ولایتونه‌یې سترې بېلګې دي.

ورځپاڼې وړاندې حکومت ته سپارښتنه کړې چې خلکو ته د انتخاباتو د امنیت له پلوه ډاډ ورکړي، له دې پرته به پارلماني انتخابات ناشوني وي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په پای کې لیکلي دي چې په‌کار ده چې افغان او بهرني ځواکونه د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندی خپلو عملیاتو ته زور ورکړي او د هېواد استخباراتي ادارې د دوی ټول خوځښتونه وڅاري او د هغوی د حملو او زیانونو مخکې هغوی په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG