د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر افغان طالبانو غږ کړی دی چې د خبرو میز ته حاضر شي او د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرت وایي:

"د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پمپیو په دې باور دی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه هڅه پيل شوې ده او افغان طالبان کولی شي چې د خبرو له لارې له دې فرصته استفاده وکړي."

ناوئرت دا خبره وروسته تردې وکړه چې د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال سره وکتل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال سره وکتل

ناوئرت د پمپیو د تېرې میاشتې د اسلام اباد سفر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د پاکستان له صدراعظم او نورو چارواکو سره د پمپیو هغه سفر هم مهم و:

"موږ ډیر ښه سفر درلود کله چې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ولاړ او ګټورې غونډې یې د پاکستان له حکومت سره لرلې."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سې شنبې په ورځ له خپل امریکایي سیال سره په واشنګټن کې تر خبرو وروسته وویل چې د افغانستان د ستونزې حل لار سیاسي ده او پوځي تجربه ناکامه شوې ده.

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې اسلام اباد او واشنګټن دواړه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي او اسلام اباد په دې مسئله کې مرستې ته چمتو دی.

شاه محمود قریشي: اسلام اباد او واشنګتن دواړه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکي دي

پاکستانی خبریال رحیم الله یوسفزی په دې باور دی چې اسلام اباد نه شي کولی چې طالبان د سولې خبرو ته مجبوره کړي.

دی وايي:

"پاکستان پر طالبانو فشار راوستی شي څه نورې هڅې هم کولی شي خو پاکستان دومره اغېز نه لري چې طالبان مجبوره کړي، د دوی ځینې مشران په پاکستان کې دي، ځینې یې په ایران کې دي، ځینې یې په افغانستان کې دي، ځینې یې په قطر کې دي نو که پر دوی د پاکستان فشار راشي دا به دومره فشار نه وي چې دوی مجبوره شي او داسې فیصله وکړي چې په ګټه یې نه وي."

فرانس پرېس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په استناد خبر ورکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له پاکستانه غوښتي دي چې له افغان طالبانو سره د سولې د بهر ملاتړ وکړي.

طالبانو پخوا د سولې د خبرو لپاره پر دې ټینګار کاوه چې دا خبرې د کابل له حکومت سره نه کوي او له امریکایانو سره یې کوي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ امریکایي دیپلوماتانو د جولای په میاشت کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره کتلي و، خو تر دې خبرو وروسته په افغانستان کې نه جګړې دریدلې دي او نه هم کمې شوې دي.

XS
SM
MD
LG