د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

ملي ارمان: که بېړه ونه‌شي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت ترسره نه‌شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، که بېړه ونه‎شي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت یعنې د میزان د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره نه‎شي.

شپږلکه د نوم‎لېکنې تکراري پاڼې پېژندل شوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د رأیو ورکوونکو د نوم‎لېکنې د بهیر له پیله په پایتخت او ولایتونو کې د پراخو درغلیو نمونې لیدل شوي چې د ټول افغانستان خلک یې له امله انتقادونه لري.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې شپږلکه د نوم‎لېکنې تکراري پاڼې پېژندل شوي او دا یې د رأیو ورکوونکو له شمېره ایستي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې له اتو میلیونو ډېرو رأیو ورکوونکو د افغانستان د ولسي جرګې د سږنیو انتخاباتو لپاره نوم‎لېکنه کړې ده.

د سرمقالې لیکوال دا هم لیکي چې دا د نوم‎لېکنې په بهیر کې د درغلیو یوه وړه برخه ده.

ولایتونو کې د پراخو درغلیو نمونې لیدل شوي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، د ولسي جرګې انتخاباتو ته له ۲۰ کمې ورځې پاتې دي او که دا ورځې د بایومټریک سیسټم لپاره د دستګاه‎ګانو د برابرولو، فعالولو او ولایتونو ته‎یې د لېږد لپاره کمې وي، ښايي انتخابات په خپلو وخت ترسره نه‎شي او که شي هم راڼه به نه‎وي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په انتخاباتو کې د رسنیو د رول په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

انیس په انتخاباتو کې د رسنیو رول په ټوله کې مهم بللی دی په ځانګړي ډول په یاده پروسه د خلکو د باور په برخه کې.

ورځپانې دا هم لیکلي چې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه او په ورته وخت کې د دوی په اړه خلکو ته د رسنیو له‎خوا عامه پوهاوی دا د خلکو ذهنونه روښانه کوي او د دوی د انتخاب په برخه کې ورسره مرسته کوي.

په انتخاباتو کې د رسنیو رول په ټوله کې مهم بلل شوی.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د ډیموکراسۍ موسسه ځوانو کاندیدانو سره مالي مرسته کوي.

ورځپاڼې لیکلي چې دغه موسسه له هرکاندید سره چې د دوی له‎خوا ټاکل کېږي له ۲۵ تر ۳۰ زرو ډالرو پورې مرسته کوي.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله دا خبره کړې او لیکلي یې دي چې دغه موسسه د دې لپاره چې یو شمېر کاندیدان بریالي کړي ورسره همکاري کوي او د کمپاینونو لګښتونه یې ورکوي.

XS
SM
MD
LG