د پاکستان پوځ وايي، په تیرو څلورو ورځو کې يې له افغانستان پر ګډه پوله ۵۰وسله وال وژلي دي.
په هغه اعلامیه کې چې پوځ نن خپره کړې راغلي، "دغه وسله وال په هغوو عملیاتو کې وژل شوي چې په بلوچستان کې د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوي وو".
دغه شمیرې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي، خو په سیمه کې څارونکې وايي، د پاکستان پوځ ډیر کله د وژل شویو وسله والو د شمیرو په خپرولو کې اغراق کوي.
دا ادعا بیا د پاکستان پوځ رد کړې ده.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله" د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
دغه ډله د افغانستان، پاکستان او ایران په پولو کې تر ټولو لویه فعاله وسله واله ډله ده چې د پاکستان د حکومت پرضد فعالیتونه کوي.
دغې ډلې په تیر کې په پېښور او د پاکستان په نورو لویو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسولیت منلی دی.
د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډلې پر هغه ریل د برید مسولیت هم منلی وو چې له کویټه پېښور ته په لار وو.
په هغه برید کې ۳۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون په یو بیان کې وویل، "د ترهګرو لیست کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو د ډلې شاملوال، د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ د هوډ او د ترهګرۍ پر وړاندې د هغه د مبارزې ښکاروندي کوي".
د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملوال ښايي پر دغې ډلې د مالي ملاتړ سرچینې راکمې کړي.