د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۱

د کورنیو چارو وزارت: کاندیدان دې خپلې جلسې له پولیسو سره هم‌غږي کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې له کاندیدانو غواړي چې خپلې انتخاباتي جلسې له پولیسو سره په هماهنګۍ کې پلان کړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین د جمعې په ورځ رسماً پېل شو. د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ چوکۍ لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جرمني خبري اژانس «ډي.پي.ای» ته ویلي چې د کاندیدانو شمېر ۲۵۶۱ تنه دی چې ۴۱۸ ښځې هم په کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون شنبه د ميزان ۷مه، ازادي راډیو ته وویل چې د کاندیدانو د امنیت لپاره یې ځانګړی پلان جوړ کړی او د انتخاباتي کمپاین له پېل سره یې د عملي کولو چارې پېل شوي دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نجیب دانش زیاته کړه:

"اوس‌مهال، د کاندیدانو شمېر دومره زیات دی چې که «په انفرادي ډول» د افغانستان ټول وسله‌وال ځواک د هغوی په خدمت کې وګمارو بیا به هم کم وي، خو د هغوی د کاري سیمو د امنیت ټینګولو لپاره پولیسو ته دنده سپارل شوې چې همکاري ورسره وکړي."

نجیب دانش د ولسي جرګې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو د امنیتي پلان د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ولسي جرګې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه به ۲۰ ورځې وي.

کاندیدان دې له پولیسو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې د کاندیدانو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

سید حفیظ الله هاشمي وویل:

"له کله راهیسې چې نهايي لېست اعلان شوی، تر دې ګړۍ زموږ له کاندیدانو ۸ تنه وژل شوي چې اکثر یې په کابل کې وو."

سید حفیظ الله هاشمی
سید حفیظ الله هاشمی

د ولسي جرګې انتخابات به د میزان په ۲۸مه، له غزني پرته په ټول افغانستان کې وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواد دی او په داسې وضعیت کې پولیس یوازې د امنیت ټينګولو هڅه کولای شي.

د نجیب دانش په وینا د کابل په دشت برچي او شاوخوا سیمو کې د کاندیدانو د انتخاباتي جلسو د امنیت لپاره ځانګړی ترتیبات نیول شوي دي.

دانش د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

په دشت برچي کې په وروستیو څو میاشتو کې په پرله‌پسې ډول خونړۍ حملې وشوې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش واخېست.

XS
SM
MD
LG