د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

سرخط: د کاندیدانو کمپاینونه په بې فرهنګۍ سره پیل شول


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په ځانګړي ډول د انتخاباتي کمپاینونو د پیل په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو انتخاباتې کمپاینونه د شلو ورځو لپاره پیل شول.

په مطلب کې راغلي چې دغه کمپاینونه له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د جمعې په ورځ پیل شول چې تر انتخاباتو دوه ورځې دمخه به پای ته ورسېږي.

په مطلب کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ولسي جرګې انتخابات به د مېزان د میاشتې پر ۲۸ نېټه تر سره شي.

د مطلب لیکوال د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه چې ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د انتخاباتو سره یو ځای ترسره شي لیکلي چې د کاندیدانو د محدود شمېر له امله دغه انتخابات و ځنډېدل.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د کاندیدانو کمپاینونه په بې فرهنګۍ سره پیل شول.

په سرمقاله کې راغلي چې کاندیدانو، ان هغوی چې له پخوانیو انتخاباتي مبارزو یې هم تجربې درلودې په بې فرهنګۍ سره خپل پوسترونه او عکسونه د خلکو او عامه مکانونو پر دېوالونو، د برق پر پایوو نصب کړي دي او یو شمېرو یې بیا پر لارو او واټونو د خوازو په تړلو او د خپلو تبلیغاتي موټرو په کاروانونو سره خلکو ته مزاحمتونه جوړ کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په دغو کاندیدانو کې ځنیو بیا د خپلو تبلیغاتي غونډو لپاره د خلکو کورونو ته غځېدلې د تګ راتګ کوڅې هم تړلي دي.

ورځپاڼه لیکې، که د کاندید صاحبانو کمپاینونه په دې ډول دوام وکړي کابل ښاریان به له ګنو ستونزو سره مخ شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې انتخاباتي کمپاینونه پیل شوه، خو خلک دې ته اندېښمن دي چې د حکومت مداخلو او د اړوندو کمېسونونو ضعف ته په کتو سره به د انتخاباتو نتیجه څه ډول وي؟

ورځپاڼه دغه شان لیکي، د کاندیدانو زر او زورو ته پام او دغه شان د انتخاباتو د نه شفافیت په اړه اندېښنو دا وېره پیدا کړې چې دغه انتخابات بحراني نه شي او نورې ستونزې راولاړې نه کړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې امنیتي ارګانونو خلکو ته د انتخاباتو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی خو د سرمقاله لیکونکي په باور ستونزمنه به وي چې خلک د دوی په وعدو اعتماد وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې خلک او حکومت د ولسی جرګې د انتخاباتي کمپاین له پیلېدو هرکلی کوي او هیله لري چې دا بهیر په ډېر ښه ډول ترسره شي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جوړېدو لپاره هم د خلکو باور ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG