د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور خپور کړی چې په‎کې په ملکي مرګ ژوبله کې د ۵۲ سلنه زیاتوالي خبره شوې ده.

د سرمقالې لیکوال د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر بنسټ لیکلي دي چې د تېرمیلادي کال په پرتله په روان میلادي کال کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شوې او مسوولیت يې تر ډېره په افغان او بهرنیو سرتېرو اچول شوی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د وسله‎والو مخالفینو پرضد په خپلو هوايي حملو کې تر بل هر وخت زیاتوالی راوستی دی چې له امله‎يې د ملکیانو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې یوازې په تېرو دوه ورځو کې په کاپیسا او میدان وردګو کې د هوايي حملو له امله نېږدې ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې وړاندیز کوي چې حکومت او بهرني ځواکونه باید د مخالفینو د ځپلو لپاره یوه بله موثره لاره ولټوي او په هوايي حملو کې دې له دقته کار واخلي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که دغه ډول ړندې بمبارۍ ته ادامه ورکړل شي نو بلاخره حکومت او بهرني ځواکونه به له سخت ولسي غبرګون سره مخ شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې یادې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې نېږدې هره ورځ په هوايي حملو کې د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي، خو افغان امنیتي بنسټونه یوازې په‎دې اړه د پلټنو خبره کوي خو په عمل کې هېڅ نه لیدل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي چې که په تېرو څو کلونو کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي هڅه شوی وای، نو اوس به دا کچه راټيټه شوې وه نه چې لا نوره لوړه شوه.

د سرمقالې په پای کې د افغانستان له ولسي جرګې او سیاستوالو غوښتنه شوې ده چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف باید مسوولانه اقدام وکړي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا جګړه مجبوریت او سیاسي حل‎لاره تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې د افغان پوځيانو د تلفاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي وروسته له هغې چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني امنیتي ځواکونو د تعرضي حالت د غوره کولو امر کړی دی، د پوځيانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي د ولسمشر له دې اعلانه وروسته د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو لپاره هېڅ داسې څه نشته چې مؤثر وګڼل شي.

د سرمقالې لیکوال د افغانستان د دفاع وزیر له قوله لیکلي دي چې په تېره یوه میاشت کې نېږدې ۵۰۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او تر ۷۰۰ نور ټپيان دي.

په سرمقاله کې دا ډېره لوړه شمېره ښودل شوې او په کې لیکل شوي دي دا چې پولیسو او نورو امنیتي سرتیرو ته څومره مرګ ژوبله رسېدلې ده کره معلومات نشته.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې که څه هم په ډېر شمېر وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دا ډله کمزورې شوې نه ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلې او لیکلي دي چې د تلفاتو د ډېرېدو عمده لامل د جنګ په ميدانونو کې د همغږۍ نه موجودیت او کمزوری مدیریت دی.

سرمقاله لیکونکی لیکی چې په جګړو کې اخته افغان سرتېرو ته پر وخت مرستو نه رسېدل بل لامل دی چې د دغه ځواکونو مرګ ژوبله يې ډېره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی په پای کې لیکي چې امنیتي بنسټونه باید د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره پراخه هلې ځلې وکړي، څو مو ځوانان تلف نه شي او د مرګ ژوبلې مخه يې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG