کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې د افغانستان د ولسي جرګې په حواله لیکلي چې سرپل، هرات او غزني ولایتونو د سقوط له وېرې سره مخ دي.
په مطلب کې راغلي چې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي ویلي، امنیتي ارګانونه باید د یادو ولایتونو امنیت ته جدي پام واړوي.
د مطلب لیکوال د نوموړي په حواله دا هم لیکلي چې د ولسي جرګې انتخابات نېږدې دي او دښمن هڅه کوي چې امنیت ګډوډ کړي، خو په خبره یې امنیتي ځواکونه یې باید په یوې مؤثرې ستراتېژۍ سره مخه ونیسي.
ورځپاڼه لیکي:
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان امنیتي چارواکو هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سیګار په حواله لیکلي چې افغانستان سره نړیوالو مرستو په دغه هېواد کې جنګ سالاران پیاوړي کړي دي.
ورځپاڼه لیکلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتس لیکلي چې د دغو مرستو زیاته برخه په دُبۍ کې د افغان جنګ سالارانو بانکي حسابونو ته انتقال شوي او پرې لوکس کورونه او موټرې اخېستل شوي دي.
په مطلب کې د جان سوپکو په حواله راغلي چې د امریکا په ګډون د افغانستان تمویلوونکو هېوادونو په خپلو بې حسابو او بې څارنې مرستو سره په دغه هېواد کې اداري فساد ته زمینه برابره کړې.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د هڅو با وجود په افغانستان کې فساد نه دی کم شوی او طالبان لا هم د مخدرو موادو د غیرقانوني تجارت نه ګټه اخلي او له ترلاسه شوېو پیسو خپلې لیکې پیاوړې کوي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب چاپ کړی دی.
ورځپاڼې د جان سوپکو په حواله لیکلي چې مرسته کوونکي هېوادونه دې د یو منظم مېکانېزم تر رامنځته کولو پورې له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.
په مطلب کې وړاندې د نوموړي په حواله راغلي چې په ملي توګه له جنګ سالارانو د ملاتړ بندېدل، د دوی د هویت افشا کول او د ریښتینو شرایطو رامنځته کول هغه اقدامات دي چې باید ژر تر ژره ترسره شي او د مرستو د حیف و میل مخه ونیول شي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف په ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د تړل شوېو دفترونو دروازې په مشروط ډول بېرته پرانېستې دي.
ورځپانې لیکلي، یاد ائتلاف ویلي چې په یو شرط به دا دروازې بیا نه تړي چې کمېسیون د بایو مټریک سیسټم جزئیات له دوی سره شریک نه کړي.