د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

دنیا: د ټاکنو د رونټیا په اړه اندېښنې لاهم پر خپل ځای دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم تر ډېره د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په ځانګړي ډول په دغو انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې په اړه لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د ټاکنو د رونټیا په اړه اندېښنې لاهم پر خپل ځای دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون منلې چې د ټاکنو په بهیر کې له بایومټریک سیسټم نه استفاده کوي، خو څارونکي بنسټونه، سیاسي مخالفین او عام خلک لا هم شکمن دي او باوري شوي نه‌دي چې له دغه سیسټم نه څرنګه استفاده کېږي او ایا وخت ته په کتو د بایومټریک سیسټم کارول کیدای شي که نه؟

په سرمقاله کې راغلي، افغانان پوښتي چې ولې حکومت لومړی د بایومټریک سیسټم مخالفت کاوه او اوس چې ټاکنو ته خورا کم وخت پاتې دی د خپل پخواني دریځ خلاف د بایومټریک سیسټم د کارولو خبره کوي؟

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپل سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه د انتخاباتو د یو څارونکي بنسټ په حواله لیکي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اوس د بایومټریک سیسټم نه د استفادې خبره د ګوندونو او سیاسي جریانونو د غلي کولو په هدف کوي او کاملاً نمایشي کار دی.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې یوازې دوه اوونۍ مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو مسوول په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل چې له بایومټریک سیسټم نه استفاده ناممکنه ده، خو په خبره یې د دوه اوونیو په تېرېدو بیا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دريځ۱۸۰ درجې بدلون مومي او دوی د بایومټریک سیستم نه په استفادې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیاری ښيې.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که څه هم کمېسیون او حکومت دواړو د انتخاباتو په ورځ د بایومټریک سیسټم کارولو ته ټټر وهلی خو د ورځپاڼې په باور په دې اړه ګڼې پوښتنې او اندېښنې هم موجودې دي.

سرخط لیکلي، ناامني، دودونه، د برښنا نشت او په لېرې پرتو سیمو کې زورواکي هغه څه دي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې مخه نیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا له بایومټریک سیسټم نه استفاده د ټاکنو د پروسې د شفافیت لپاره ډېره مهمه ګڼلې او ویلي یې دي چې حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د هر ډول اړتیاوو پوره کولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

  • ویسا

ویسا خپلواک ورځپاڼې هم د موضوع په اړه څو مطلبه چاپ کړي دي.

ویسا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکي، دا ښه افدام دی چې له ټکنالوژۍ څخه په ټاکنو کې کار واخېستل شي.

ورځپاڼه لیکلي، دا نوې څه نه دي، بلکې پخوا به په اسنادو او کاغذونو خلکو رنګ کړې ګوتې لګولې خو اوس تر ډېره بایومټریک ډیجیټل شوی او له دې ډول وړو ډیواسونه نه په ترافیکي، بانکي او طبي ادارو کې کار اخېستل کېږي.

خو د مطلب د لیکونکي په باور، ښايي په دومره لنډه وخت کې له دې ټکنالوژۍ نه ګټه اخېستنه سخته وي او یا هم ښه نتیجه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG