د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ویسا: طالبانو په بګرام کې له امریکايي چارواکو سره لیدلي دي


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړۍ پاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي، طالبانو په بګرام کې له امریکايي چارواکو سره د څو ساعتونو لپاره لیدلي دي.

ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې د جمعې په ورځ یوه الوتکه کوټې ته تللې او له هغه ځایه یې یو شمېر کسان د خبرو لپاره کابل ته راوستي او بېرته یې رسولي دي.

ورځپاڼې د سرچینې په حواله چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخیستل شي، لیکلي چې دغه کسان د کوټې شورا غړي وو چې د بګرام په هوايي ډګر کې ورسره خبرې شوې دي.

ورځپاڼې بیا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې زلمی خلیلزاد به طالبانو سره د سولې د خبرو مشري وکړي.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپلو کارکوونکو ته په یوه لنډ لېږل شوي پیغام کې لیکلي چې خلیلزاده به له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو، د امریکا د هڅو د څرنګوالي او دغه شان دغو خبرو ته د زمینې برابرولو مشري کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې په اړه لیکلي دي.

انیس لیکي، افغان پلاوی په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي او طالب مشرانو سره د خبرو د چمتووالي خبره کوي چې د سنبلې په لومړۍ نېټه افغان حکومت د دوی له حضوره پرته د مسکو ناسته بې بنسټه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سولې د خبرو مالکیت له افغان حکومت او خلکو سره دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، اوس چې حکومتي پلاوی د دغې غونډې د جوړېدو لپاره په بحث کې دی، یو شمېر نا تأیید شوي راپورونه وايي چې ښايي د طالبانو استازي په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش په دې ورستیو کې ویلي چې له افغانستان سره د امریکا په مرستو په دُبۍ او ویرجینیا کې کورونه اخیستل شوي او د شخصي ګټو لپاره ورنه استفاده شوې ده.

په مطلب کې وړاندې د جان سوپکو په حواله راغلي چې له پراخو مرستو سره سره لا هم افغان ځواکونه د تجهیز په برخه کې ستونزه لري او په دغه هېواد کې بنسټیز کارونه نه دي ترسره شوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د ملي شورا یو شمېر غړي دېته نه دي حاضر شوي چې پانګې یې ثبت شي.
ورځپاڼې د اداري فساد په وړاندې د سکرتریت د رئیس یما ترابي په حواله لیکلي چې د ملي شورا یو شمېر غړو د خپلو د شتمنیو له ثبت سره مخالفت کړی دی.

په مطلب کې د ښاغلي ترابي په حواله دا هم راغلي چې د نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو پانګې ثبت شوې دي او څوک چې له دې کار سره مخالفت لري، مونږ خبرداری ورکوو او یو ټاکلی وخت ورته ټاکو او که بیا هم حاضر نه شول، د څو میاشتو امتیازات به یې قطع شي.

XS
SM
MD
LG