د سېپټمبر ۲۱مه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې اوس هم سوله نهده راغلې.
د سولې د نړیوالې ورځې لمانځنه پهداسې حال کې کېږي چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دی او هره ورځ پهکې په چاودنو او ځان وژونکو حملو کې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او سولهییز ژوند غواړي.
د دغې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای، سوله هم تجربه کړي.
دی زیاتوي:
"سوله له افغانانو ورکه شوې، یوه قراني خوږه کلمه ده. په وسلهوالو مخالفینو مې غږ دی چې جګړه مو تجربه کړې، راشئ او یو ځل سوله هم تجربه کړئ. راشئ د بینالافغاني خبرو او مذاکراتو له لارې، هغه هدف ته چې ورپسې یاست، ورسېږئ."
په افغانستان کې د سولې هڅې له کلونو راهیسې روانې دي، خو د دې هېواد خلک سولې ته چې ستره هیلهیې ده، نهدي رسېدلي.
د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د عربستان د مکې او جدې په ښارونو کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته، په کابل کې د کابو ۳۰۰۰ دیني عالمانو ناسته چې د جګړې پر ضد یې فتوا ورکړه او په اندونیزیا کې د دیني عالمانو ناسته، د سولې د ټینګښت عمده هڅې ګڼل کېږي.
همدا شان څو ورځې مخکې د «او. ای. سي» یا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان ناسته چې په سعودي عربستان کې جوړه او د افغانستان د سولې ملاتړ پهکې شوی و، د سولې د هڅو یوه برخه وه.
له دغو ناستو دمخه د کعبې امام، د یوې جمعې په خطبه کې د افغانستان جګړه ورور وژنه ګڼلې او پهدې هېواد کې يې د سولې دعا کړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د ارګ په یوې ناسته کې وویل، هېواد يې سولې ته نږدې شوې او دی چمتو دی چې په دې لاره له ځانه هم تېر شي.
نوموړي ویلي و:
"د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې د جګړې ختمېدل، د سولې ټینګښت، ثبات او عزت غواړي. که زما سر غواړي حاضر یم چې ور ېې کړم. د افغانانو ترمنځ مذاکرات غواړو ځکه چې سوله ملت پورې اړه لري او یوازې د دولت کار نهدی. تلپاتې سوله دقت غواړي او پهدې لاره کې د لومړي ګام پورته کول جرأت دی."
افغان حکومت د کابل د پروسې په ناسته کې چې د روان میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شوه، د وسلهوالو طالبانو بې قید او شرطه وړاندیزونه یې پهکې مطرح کړل.
له دغو وړاندیزونو نه په ملي،سیمهییزه او نړیواله کچه ملاتړ وښودل شو، خو طالبانو د پخوا په شان ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره نه بلکې، غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.
بلخوا څو اوونۍ مخکې تأییده شوه چې د طالبانو یوه پلاوي په قطر کې له امریکایي چارواکو سره لیدلي او ادامه به ولري، خو تراوسه د دغو لیدنو د دوهم پړاو په اړه په رسمي توګه څه نهدي ویل شوي.
د سیاسي چارو افغان پوه شهزاده مسعود، سره لهدې چې د سولې لپاره شوې هڅې مهمې ګڼي وايي، تر اوسه پهدې اړه یو واحد مېکانېزم موجود نه دی.
دی زیاتوي:
"د سولې په اړه په هېواد کې دننه هم نظریات مختلف دي او ځینې هېوادونه چې د افغانستان په سوله کې ښکېل دي هم دغه سوله د خپلو ځانګړو ګټو په پام کې نیولو سره غواړي. زما په نظر لومړی باید افغانان، بیا د سیمې او ورپسې د نړۍ هېوادونه د سولې پهدې هکله خپل واحد دریځ غوره کړي."
په روان لمریز کال کې د حکومت لهخوا د کمکي اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند اعلان او په لوی اختر کې هغوی ته د مشروط اوربند وړاندیز د سولې هڅې دي چې ترسره شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د کمکي اختر په ورځو کې دغه اوربند رعایت کړ، خو په لوی اختر کې یې ورته مثبت ځواب ونه وایه.
په ورته وخت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې تېر کال د سولې له پروسې سره یوځای شو، شکایت کوي چې د حکومت او د دوی ترمنځ د توافقنامې مواد سم نهدي پلي شوي.
د دغه حزب د خپرونو د برخې یوه غړي فضل غني حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې پهدې برخه کې ټولې شوې ژمنې عملي شي.
نوموړي زیاته کړه:
"له حزباسلامي سره چې توافقات شوي، عمل پرې نهدی شوی او حکومت ېې په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. هیله مند یو چې ژر تر ژره دغه توافقنامه عملي او وفا پرې وشي."
خو افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د دغو توافقاتو ځینې برخې عملي شوي او د ټولو د پلي کېدو لپاره کارونه روان دي.
سربېره پردې کابل ته د هلمندي ځوانانو پلی تګ او له کابله بیا تر مزار شریف پورې د دې لوڅې پښې تګ د سولې لپاره مهمه هڅه ګڼل شوې ده.
که څه هم طالبانو دغه حرکت بهرنۍ پروژه ګڼلې، خو دغه اقدام په افغانستان کې دننه او بهر ستایل شوي دي.
افغان حکومت پخوا تر دې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې چې دا یو ښه پرمختګ دی.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم دغه اجماع مهمه ګڼي، خو ټینګار کوي اوس هم ځیني هېوادونه ترورېزم پالي.
دی وايي:
"په هېواد کې دننه د بېلابېلو قشرونو ترمنځ او هم د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع موجوده ده، خو له بدهمرغه په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې د ترورېزم پاللیې د کارونو په دستور کې دي، خو په ټوله کې ډېر هېوادونه دي چې د سولې غوښتنې لپاره د افغانستان د ملت او دولت ملاتړ کوي."
د افغانستان د سولې عالي شورا د لومړي رئیس برهانالدین رباني او د دغې شورا د غړي ارسلا رحماني وژل کېدل، د سولې د لارې مهمې قربانۍ دي.
خو له دغو ټولو سره سره، سوله چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده، تر اوسه تأمین شوې نهده.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره له خبرو پرته بله غوره لاره نهشته او دغه ذهنیت د شورا د غړو په خبره اوس عام شوی هم دی.
خو اوس د روسیې ناستې ته چې په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړه شي، هیلې زیاتې شوي او وبه لیدل شي چې د سولې لپاره به څه نتایج ولري.
راپور: خان محمد سیند