د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ یوه مهمه سیمه «چاه انجیر» حکومتي سرتېرو نیولې ده.
د چاه انجیر اوسېدونکي د دوامداره امنیت او ثبات غوښتنه کوي او دولتي چارواکي وايي، روان عملیات به د نادعلي له ولسوالۍ وروسته مارجې او نورو ولسوالیو ته وغځول شي.
حکومتي سرتېري اوسمهال د کلیو په کوڅو او باغونو کې د وسلهوالو لهخوا د کرل شویو ماینونو په خنثی کولو بوخت دي.
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې نادعلي ته تللی دی وايي، که څه هم وضعیت عادي دی، خو د نادعلي اوسېدونکي د طالبانو د راتګ وېره لري.
بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: