د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

راپورونه: روسیې او سوریې پر ادلب او حما هوایي بریدونو ته بیا زور ورکړی


د راپورونو له مخې، د روسیې او سوریې جټ الوتکو او هلیکپټرو په ادلب او حما کې هوایي بریدونو ته بیا زور ورکړی دی.

د روسیې او سوریې جټ الوتکو او هلیکوپټرو د یکشنبې په ورځ د ادلب په جنوب او د حما په شمال کې پر یوشمېر کلیو دغه بریدونه ترسره کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مسکو او دمشق دغه بریدونه په داسې حال کې بیا پیلوي چې په تهران کې د روسیې، ایران او ترکیې د ولسمشرانو د تېرې جمعې د ورځې سرمشریزه پر ادلب ولایت د پراخې حملې د مخنیوي لپاره د یوه اوربند په سلاکېدو کې پاتې راغلل.

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د هغه د ملاتړو ځواکونو پر ادلب چې په سوریه کې د حکومت ضد یاغیانو وروستی قوي مرکز ګڼل کېږي، له څو اوونیو راهیسې د پراخ برید لپاره تیاری نیسي.

د ادلب یو شمېر اوسېدونکو روېټرز ته ویلي چې د سوریې پوځي هلیکپټرو د ادلب په جنوب د الهبیط او عابدین پر کلیو او په سیمه کې پر یو شمېر نورو کلیو او بانډو بیرلي بمونه غورځولي دي.

د سوریې پوځ د بیرلي بمونو استعمال ردوي، خو د ملګرو ملتونو پلټونکو په دې اړه چې د دې هېواد پوځ له دغو بمونو په حملو کې کار اخلي، ډېر اسناد او شواهد راټول کړي دي.

د یاغیانو یوې سرچینې او یوې څارونکې ډلې چې په سوریه کې هوایي بریدونه څاري، روېټرز ته ویلي چې ظاهراً د روسېې جټ الوتکو د حما په شمال کې د الطامنیه او کفرزیتا ښارونو ته نېږدې بریدونه کړي دي.

ترکیې او لوېدیځ قدرتونو له ترکیې سره پر پوله پر دې شمالي ولایت چې شااوخوا درې ميلیونه وګړي پکې ژوند کوي، د پراخ پوځي برید په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د دې وېره شته چې د یوه پراخ برید په نتیجه کې به یو بشري ناورین رامنځته شي چې له امله به یې لسګونه زره ملکي وګړي اغېزمن شي.

تراوسه پورې د ادلب ولایت پر لوی ښار چې د نفوس ډېره برخه یې د سوریې له نورو برخو ورغلي کډوال جوړوي، هوایي برید نه دی شوی، خو روسیې ویلي چې ملکي وګړو ته د تلفاتو د مخنیوي هڅه یې کړې او تراوسه یې په بریدونو کې یوازې القاعده پورې تړلې افراطي ډلې په نښه کړي دي.

په امریکا کې دېره د یوسم UOSSM په نوم یوې روغتیایي مرستندویې ټولنې چې په ادلب ولایت کې فعالیت کوي، په یوه بیان کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې پر درېیو روغتونونو او دوو د ملکي دفاع پر مرکزونو بمباري شوې چې له امله یې زرګونه ملکي وګړي له روغتیایي خدماتو بې برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG