د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

جواد ظریف: د سوریې ادلب ښار باید له حکومت ضد یاغیانو تصفیه شي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سوریې ادلب ښار باید له حکومت ضد یاغیانو تصفیه شي.

په داسې حال کې چې سوریه په ادلب کې د مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دمشق ته سفر کړی دی.

روېټرز خبري اژانس ویلي چې نوموړي له سوریایي چارواکو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د سوریې ادلب ښار باید له یاغیانو تصفیه شي.

جواد ظریف
جواد ظریف

تېره اوونۍ د ایران دفاع وزیر هم دمشق ته سفر کړی و او د ایران او سوریې ترمنځ د پوځي همکاریو یو تړون‌یې لاسلیک کړی و.

ایراني ځواکونه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت سخت ملاتړي دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر له خپل روسي او ترکي سیالانو سره وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي نن دوشنبه وویل، په پام کې ده چې حسن روحاني، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سره په تهران کې وګوري.

د ایران فارس خبري اژانس د قاسمي له قوله ویلي، خوشبین دی چې دا لیدنه به د سیمې لپاره، د سوریې د خلکو او د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په برخه کې ګټوره وي.

ټاکل شوې ده چې دغه مشران د جمعې په ورځ سره وګوري.

قاسمي زیاته کړې چې ادلب چې د سوریې د حکومت ضد یاغیانو وروستی مرکز دی، نن د یوې پېچلې موضوع په توګه پاتې دی.

د قاسمي په خبره، د سوریې حکومت دا حق لري چې په دې سیمه کې د ترورېزم پر ضد وجنګېږي او د ده په خبره، ایران د یوه ملاتړي په توګه حاضر دی چې تر هغو د سوریې له حکومت سره د سلا مشورو په برخه کې مرستې ته دوام ورکړي چې سوریه‌یې غواړي.

بل‌خوا د اسرائیل د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن نن دوشنبه په بیت‌المقدس کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په سوریه کې وضعیت څاري او زیاته‌یې کړه چې د عراق او سوریې په ګډون، له هره ځایه چې د ایران ګواښ ورته متوجې وي، دوی به‌یې په نښه کړي.

تر دې وړاندې د اسرائیل د صدراعظم دفتر راپور ورکړ چې بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د سوریې لپاره له یوه امریکایي پلاوي سره ولیدل.

په دې راپور کې ویل شوي چې نتانیاهو له جېمز جیفري سره د سوریې پر وضعیت او د دوی په وینا، د ایران د یرغلګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره پر ګډو هڅو خبرې وکړې.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

تر دې لیدنې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه امریکایي پلاوی به وروسته اردن او ترکیې ته هم سفر وکړي او د سوریې په ادلب ښار کې به د پوځي عملیاتو په اړه د امریکا دریځ بیا تکرار کړي.

اسرائیل غواړي چې د سوریې په جګړو کې مخامخ ښکېلتیا څخه ډډه وکړي، خو له دغې خاورې پر سوریې لسګونه هوایې بریدونو ته‌یې اجازه ورکړې، څو د دوی په وینا، د دوی دښمن حزب‌الله ته د پرمختللو وسلو د انتقال مخه ونیسي.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن ویلي چې په سوریه کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمې ادلب وضعیت نور ورته د زغملو نه‌دی.

لاوروف په مسکو کې د پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلي چې د سوریې حکومت چې مسکو یې پلوي کوي، هر ډول حق لري چې ادلب ښار له یاغیانو پاک کړي.

په ټوله کې وېره دا ده چې ښایي سوریه به په دغه جګړه کې له کیمیاوي وسلو کار واخلي، خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د پوځي عملیاتو پر مهال د حکومت له‌خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو د احتمال په اړه د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د خبرداري په ځواب کې وویل، د سوریې پوځ نه دا ډول وسلې لري او نه‌یې کارولو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG