د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون: خلیل‎زاد به افغانستان کې مهم رول ادا کړي


زلمی خلیل‎زاد
زلمی خلیل‎زاد

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمي خلیل‎زاد ګمارل به د افغانستان پر وضعیت مثبت تأثیر ولري.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان لپاره د زلمي خلیل‎زاد د ځانګړي سلاکار په توګه له ټاکلو سره هم‌مهاله د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې ښاغلی خلیل‎زاد به د دغه هېواد لپاره مهم رول ادا کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکانی وايي چې زلمی خلیل‎زاد د ترورېزم د تمویل او د ترورېستانو د پټن‎ځایونو په اړه بشپړ معلومات لري او له ګمارنې سره به د دغې پدیدې په وړاندې مبارزه جدي او چټکه شي.

خلیل‌زاد د پاکستان د دوه مخي سیاست په اړه درست معلومات لري.

ښاغلي کلکاني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې خلیل‎زاد د افغانستان په اړه د پاکستان د دوه مخي سیاست په اړه هم معلومات لري.

داوود کلکاني
داوود کلکاني

نوموړی وايي:

"نوموړی د افغانستان او سیمې په اړه کافي معلومات لري او هغه څوک دی چې تل د افغانستان او د سیمې په جریانونو کې ښکېل و، د پاکستان د دوه مخي سیاست په اړه درست معلومات لري، نو ښاغلی خلیل‎زاد کولای شي په سیمه کې د امنیت او سولې راوستو او له ترورېزم سره مبارزه کې بریالی وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د سې شنبې په ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال ویلي و چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان مسؤلیت زلمي خلیل‎زاد ته سپارل شوی دی.

ښاغلي پامپيو ویلي، د امریکا د رهبرۍ هڅې دا دي چې د افغانستان د اوربند او سولې پروسې زلمي خلیل‎زاد ته وسپارل شي.

زلمی خلیل‎زاد افغاني‎الاصل امریکايي ده او د پاکستان له منتقدانو شمېرل کېږي.

نوموړي له دې وړاندې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په توګه دندې ترسره کړي.

په یو شمېر راپورونو کې راغلي چې ښاغلي خلیل‎زاد پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو او د دغه هېواد لوی درستیز جوزف ډانفورد سره په سفر کې ملګرتیا کوي.

بل‌خوا یو شمېر پاکستاني څېړونکي وايي، که څه هم امریکا غواړي چې له پاکستان سره ترینګلې اړیکې ښه کړي، خو د خلیل‎زاد ګمارنه له دغې مسئلې سره مرسته نه‌شي کولای.

په پاکستان کې د پوځي چارو کارپوه زاهد حسین رسنیو ته ویلي چې خلیل‎زاد تل د پاکستان په اړه جدي انتقادونه کړي چې دا مسئله د چارو له سمون سره مرسته نه‌شي کولای.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود وايي، ښاغلی خلیل‎زاد هغه شناخت چې له سیمې او افغانستان‌یې لري، کولای شي د دغه هېواد په مسایلو کې مهم نقش ادا کړي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"جناب خلیل‎زاد په افغانستان کې د سفیر په توګه کار کړی، له افغانانو، افغانستان او هم سیمې سره ښه بلدیت لري، افغانان د نوموړي کار ته خوشبین دي او تمه لري چې له افغانانو د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د سولې د موضوع په اړه لیده کاته ولري."

زلمی خلیل‎زاد په‎داسې حال کې د افغان سولې د هڅو د دوام لپاره په‎دغه پوست په دنده ګمارل کېږي چې په دغه هېواد کې سوله او په‎دې برخه کې د پاکستان مرسته د خبرونو سرټکي جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو اسلام‎اباد ته د سفر پر مهال ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره به په لیدنه کې ټینګار وکړي چې اسلام‎اباد په ځانګړې توګه د دغه هېواد نوی صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د جګړې ختمېدو او سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG