د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولید المعلم وايي، د ده د هېواد پوځ به په ادلیب ولایت کې ترپایه پرمخ ولاړ شي او زیاته یې کړه چې هلته به لومړنی هدف د النصره جبهې ځپل وي.
ښاغلي معلم دا څرګندونې پرون په مسکو کې له خپل روس سیال سیرګي لاوروف سره ترکتنې وروسته وکړې.
النصره جبهه په سوریه کې د القاعده شبکې څانګه ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې ځان د القاعده شبکې همکاره ډله وبلله او خپل نوم یې د فتح شام جبهې ته واړاوه. ادلیب په سوریه کې د سني وسله والو وروستی لوی سنګر ګڼل کېږي.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د چارشنبې په ورځ په ادلیب کې د پراخو عملیاتو په صورت کې د احتمالي بشري فاجعې په اړه خبرداری ورکړ.
ګوتیریش د سوریې پر حکومت، روسیې او ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې له تشدد څخه ډډه وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د سوریې د بهرنیوچارو وزیر خبریالانو ته وویل چې حکومت به د ادلیب د عملیاتو په ترڅ کې تر وسې وسې هڅه وکړي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
معلم د پوځي عملیاتو پرمهال د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو د احتمال په اړه د متحدایالاتو، بریتانیا او فرانسې د خبرداري په ځواب کې وویل، د سوریې پوځ نه دا ډول وسلې لري او نه یې کارولو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو او امنیتي پالیسۍ استازې په ادلیب کې د پوځي عملیاتو پر پلان اندیښنه ښودلې.
فدریکا موګیریني پرون په ویانا کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل:
" فکر کوئ چې په سوریه کې جګړه پای ته رسیدلې؟ زه وېرېږم چې ښايي پای ته نه وي رسیدلي خو ډېره زیاته ویره د هغه څه لپاره لرم چې ښايي په راتلونکو ورځو کې په ادلیب کې پیښ شي. د ملي حاکمیت معنا داده چې د سوریې هر وګړی که دننه اوسي که بهر د ستنیدو پرمهال په هېواد کې یوځای ځایګی ولري چې کور یې وبولي او دی پکې خوندي او آزاد وي. جګړه به یوازې هغه مهال پای ته رسیدلې وي. فکر کوم او ویرېږم چې داسې یوحالت ښايي ډېر لیرې وي."
اروپايي ټولنې په ادلیب کې د پوځي عملیاتو پر پلان اندیښنه ښودلې
له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې سمندري ځواکونو د سپټمبر له لومړۍ تر اتمې پورې په مدیترانې سمندرګي کې پوځي تمرینات پلان کړي او وروسته د کریملین ویاند وویل چې د سوریې روان وضعیت ته په پام سره دا پوځي تمرینونه د توجیه وړ دي.
د روسي دفاع وزارت وايي په دې تطبیقاتو کې به ۲۵ لویې جنګي کشتۍ او دېرش الوتکې برخه واخلي.