د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د غزني له ولس سره د ولسمشر غني ژمنې!


نن جمعه افغان ولسمشر محمد اشرف غني غزني ته تللی وو چې هلته یې له ولسي خلګو سره د ویر کولو ترڅنګ د ځینو مرستو ژمنه هم کړې ده.

ولسمشر محمداشرف غني په غزني کې د مېشتو قومونو قومي مشرانو، علماء کرامو سپینږیرو او ولسي خلکو ته په وینا کې وویل چې که څه هم زه دلته د ویر او له تاسو سره د غمرازي په موخه راغلی یم، خو بیا هم له تاسو سره وعده کوم چې تر اختر پوري به د ښار پر خلکو اووه زره ټنه غنم وویشل شي، ترڅو خلک د غلې دانې له کمښت څخه په امان شي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې د غزني په وروستۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به خاصه مرسته کېږي، د غزني خلک چې څه هم غواړي زه حاضر یم چې ورسره ویې کړم.

ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال
ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال

دا چې د ولسي جرګې غړي او ځینې سیاسي مبصرین د غزني جګړه د ځینو کورني اشخاصو په مرسته د سیمې د استخباراتو کار بولي، نو ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د دغې پېښې څېړنه به کېږي چې چا غفلت او چا خیانت کړی دی.

کله چې په دوه زره دیارلسم کال کې غزنی د اسلامي ثقافت د پلازمینې په توګه ونومول شو، د هېواد د وخت ولسمشر حامد کرزي دغه ولایت د لومړۍ درجې په توګه اعلان کړ، ولې چارې یې تر اوسه په ټپه ولاړې دي او نن د خلکو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر اشرف غني له غزني خلکو سره ژمنه وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د دغه ولایت د لومړۍ درجې چارې پشپړې شي.

که څه هم د غزني د زیاترو ولسوالیو لارې له مرکز سره بندې او اکمالات یې د هوا له لارې کېږي، خو نوموړي ژمنه وکړه چې د لارو د امنیت په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال
ولسمشر غني غزني ولایت ته د سفر پرمهال

ولسمشر اشرف غني د خپلې وینا په پای پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان سولې په برخه کې ګام واخلي، هغه زیاته کړه چې پاکستان له افغان دولت سره د سولې د ټینګښت په خاطر ځیني لیکونه لاسلیک کړي وو، خو تر اوسه پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې چې ستره بېلګه یې د غزني وروستۍ جګړه ده چې د وسله والو مخالفینو یو سل پنځو مړي پاکستان ته انتقال شوي او زیاتره ټپیان یې په دغه هېواد کې تر درملنې لاندې دي.

ولسمشر غني پر غزني ښار د وسله والو طالبانو تر پراخې حملې وروسته نن جمعه د غزني د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي ملي امنیت ته امر کړئ چې د غزني د جګړې دسیسه په هر اړخیز ډول وڅېړ او په دې برخه کې نیمګړتیا وې په ګوته کړي.

وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار پراخه حمله وکړه چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

په دغه جګړه کې د ملکیانو ترڅنګ د جګړې دواړو لوروته د درنې مرګ ژوبلې اوښتلو راپورونه ورکړل شوي دي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG