روح الله له لسو کالو راهیسې حج ته د تلو نيت لري، خو اعتیاد یې مخه نيولې ده.
۳۶ کلن روح الله په یوه مذهبي کورنۍ کې را لوی شوی دی، له همدې امله یې په ځوانۍ کې حج ته د تللو هيله درلوده، خو کله چې په نشو اخته شو، کلونه کېږي چې دې هیلې ته نه دی رسیدلی او ډېر خواشينی دی:
"څو ځله راغلم چې د حج کولو لپاره نوم ولیکم، همدا به مې ویل چې اې خدایه! کېدای شي چې د معجزې په ډول نشه پرېږدم، حج ته ولاړ شم او خپلو هیلو ته ورسېږم، خو تل به وېرېدلم چې حج ته د تګ پر مهال نشه يي مواد چېري پټ کړم او چېري یې استعمال کړم، ځکه کېدای شي چې حج ته د تلو پر مهال زما وینه معاینه شي."
روح الله اوس هم هيله لري چې یوه ورځ به حج ته ځي، دی وايي، که دا ارمان يې پوره شو شو، نو د کعبې مخ ته به درېږي او یوازينۍ دعا به يې دا وي چې خدای دي اعتیاد ورک او قاچاق کوونکي تباه او برباد کړي.
روح الله زیاتوي چې نشه يي مواد د ډېرو خلکو کورونه وران کړي او د ډېرو ځوانانو هیلې یې له خاورو سره خاورې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"سل په سلو کې مې له خدای جل جلاله څخه غوښتل چې نشه يي مواد او مافیا یې ډلې له منځه یوسي، الله شاهد دی چې د ډېرو ځوانانو اوښکې مې ولیدې، د خپلې بوډۍ مور اوښکې مې ولیدې، داسې کسان مې ولیدل چې د نشې له امله یې خپلو ښځو ته طلاق ورکړ، سل په سلو کې مې د نشه يي موادو له منځه تلل غوښتل."
د روح الله د کورنۍ ډېری غړي د قران کریم حافظان او دی خپله هم د دیني مسائلو په اړه ډېر معلومات لري.
دی وايي چې د اعتیاد له خاطره یې ښځه ځنې بېله شوې او دی یې له کوره شړلی دی:
"پلار مې د قران کریم قاري و، دوې خویندې مې د قران کریم حافظانې دي، یوه خور مې په کابل او بله خور مې په مشهد کې اوسېږي چې د هغې هم نیم قران کریم ياد دی."
روح الله له دوولسو کالو راهيسې نشه کوي، دی وايي چې په دې موده کې یې څو ځله هڅه کړې چې حج ته ولاړ شي، خو د اعتیاد له امله دا مهم عبادت ځنې پاته شوی دی.
نشه يي موادو د روح الله غوندې د ډېرو ځوانانو هيلې له خاورو سره خاورې کړي دي. ډېری روغ او جوړ افغان ځوانان چې د کار کولو لپاره ایران ته ځي، خو له بده مرغه چې له هغې خوا هېواد او کورونو ته معتاد او ناروغ راستنېږي.
راپور: شاه پورصابر