د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ادعا کوي چې ډله‌یې تر بل هر وخت پیاوړې شوې


حسن نصرالله
حسن نصرالله

د لبنان د حزب‌الله وسله‌والې ډلې مشر ادعا کوي چې د ده ډله د امریکا د بندیزونو سربېره تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده.

حسن نصرالله زیاته کړه چې د ده له اټکل سره سم به ډېر ژر د سوریې په جګړه کې د بریالیتوب اعلان وکړي.

حزب‌الله ډله په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ګټه جنګېږي.

حسن نصر الله د سې شنبې په ورځ په خپله وینا کې چې د ټلوېزیون له لارې خپرېده وویل، په لبنان کې مقاومت، د هغه وسلې، ظرفیت، د غړو قابلیت، تجربه او عزم له پیله تر اوسه تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي.

حزب‌الله ډله په ۱۹۸۲ کې تأسیس شوه او له پيله تر اوسه ایران په پوځي او مالي برخو کې د دې ډلې ملاتړ کوي.

نصر الله وویل، د امریکا بندیزونه چې روان کال‌یې د ده پر ډلې او ایران لګولي دي تأثیر نه‎دی کړی، ده زیاته کړه چې امریکا دا خوب او خیال ویني چې په ایران کې به ګډوډي راشي او رژیم به نسکور شي، خو دا خوب او خیال به کله هم په حقیقت بدل نه‎شي.

د حزب‌الله مشر بیا وویل، ایران له ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسې چې په دغه هېواد کې اسلامي انقلاب بریالی شوی دی له بندیزونو سره مخامخ دی او ټرمپ غواړي چې دا بندیزونه پسې زیات کړي، خو ایران به په خپل حال وي او د انقلاب ۴۰مه کلیزه به ولمانځي.

حزب‌الله ډله په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ګټه جنګېږي.
حزب‌الله ډله په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ګټه جنګېږي.

ایران او حزب‌الله د سوریې په جګړه کې د سوریې د رژیم ملاتړ کوي، دغه جګړه له اوو کلونو راهیسې روانه ده او په‎کې تر ۴۰۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او په میلیونونو بې‌کوره شوي دي.

په‎دې جګړه کې له یوه کال را په‎دې خوا حکومتي ځواکونو زیاتې سیمې نیولې دي.

د بشار الاسد پلوي ځواکونو د هغو سیمو کنټرول هم خپل کړی دی چې له اسرائیل سره نږدې پرتې دي، خو تل‌ابیب بیا بیا خبرداری ورکړی دی چې خپلو سرحدونو ته به نږدې حزب‌الله ډلې او ایراني وسله‌والو ته اجازه ورنه‌کړي.

روان کال څو ځله اسرائیلي الوتکو په سوریه کې د حزب‌الله او ایراني ځواکونو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړل.

خو حسن نصرالله وویل، هېڅ‌څوک موږ په جګړو نه‎شي ګواښلی او که څوک غواړي چې جنګ راسره وکړي موږ ورته ولاړ یو او جګړه به ترې ګټو.

اسرائیل په ۲۰۰۶ کال کې د حزب‌الله پر ضد ۳۳ ورځې په لبنان کې دننه جګړه وکړه، بیا دواړو لورو اوربند وکړ، خو وخت په وخت اسرائیلي الوتکو ادعا کړې ده چې له سوریې څخه‌یې لبنان ته د حزب‌الله لپاره د وسلو د انتقال مخه نیولې ده.

اسرائیل وایي چې ایران هم حزب‌الله ته وسلې ورکوي او هم دا پلان لري چې په سوریې او لبنان کې د حزب‌الله لپاره د وسلو فابریکې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG