د سوریې په ادلب کې په یوه لویه چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ادلب په یوه هستوګنه سیمه کې د یوې ودانۍ په لاندني پوړ کې یوې لویې چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.
پرون تر ناوخته مرستندویه او ژغورندویه ډلې په کار بوختې وې چې تر ودانۍ لاندې کسان راوباسي.
چارواکو د ۳۹ کسانو د وژنې خبره تأیید کړه چې پهکې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.
چاودنه د سوریې د ادلب په سرمدا ښار کې چې له ترکیې سره نږدې پوله لري رامنځته شوې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې لومړی د دې چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۸ تنه ښودلی و، خو وروسته د چاودنې له ورانیو د مړیو په پیدا کېدو سره د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شو.
دا ډله وايي چې د شام د ازادۍ کمېټې په نوم په القاعده پورې یوې تړلې ډلې د سرمدا ښار په دې هستوګنې سیمه کې دا ډيپو جوړه کړې وه چې پرون پهکې چاودنه وشوه.
تر اوسه پورې د چاودنې علت نهدی معلوم او دا هم نهده معلومه چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي که وسلهوال کسان هم پهکې شامل دي.
اخوا د ادلب د ملکيانو د دفاع ادارې یوه چارواکي حاتم ابو مروان د جرمني خبري اژانس ته وویل، ۷۰ کسان پهدې چاودنه کې ټپیان شوي او چاودنې ډېر ورانی کړی دی.
ښاغلی مروان وايي:
"داسې یوه چاودنه وه چې تر اوسهیې علت نهدی معلوم. د ادلب او حلب دفاعي ډلې سیمې ته راغلي او د چاودنې له دې ورانۍ او قربانیانو حیرانې شوې دي. له عامو خلکو ډکې ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې دي."
د ادلب په سرمدا کې دې چاودنې په داسې وخت کې د ګڼو خلکو ژوند واخیست چې سوري ځواکونه په همدې ښار کې د ملېشه پوځیانو پر ضد جنګېږي.
د ادلب سرمدا تر ډېره د حیات تحریر شام ډلې لهخوا کنټرولېږي چې له القاعده سره نږدې اړیکې لري.
د سوریې د حکومت او ملېشو ترمنځ د یوې موافقې له مخې زرګونه ملېشه له خپلو کورنیو سره یوځای په تېرو درېیو کلونو کې د سوریې له بېلابېلو سیمو ادلب ته راوستل شوي دي.
راپور: صفيالله ستانکزی